تجارت

غوایان یا مېږې په شراکت ورکول څه حکم لري؟

غوایان یا مېږې په شراکت ورکول څه حکم لري؟

السلام عليکم! د یو کوچي سره ۵۰ مېږې دي بل نفر ته یې ورکړې، ورته یې وویل: دا مېږې پیایه خرچه به په شریکه پرې کوو، وري چې پیدا شي هغه به نیم ستا او نیم زما وي او دغه پنځوس مېږې به هم د خپل څښتن وي، دا صورت شرعا څنګه دی؟

پوښتونکی: شمس ځدراڼ


الجواب وبالله التوفیق:

پوښتل شوی صورت د شراکت دی او د څو لاملونو له کبله جایز نه دی، یو خو په دې کې اجرت معلوم نه دی، نو له دې امله اجاره فاسده ده، دویم: که خدای مکړه دغه څاروي هلاک شي، نو د مېږو په څرمن او وړیو کې شخړه راځي، یعنې مفضي الی النزاع ده. دریم: دغه معامله من قفیز الطحان ده، یعنې د خپل عمل نه اجرت ورکول دي. نو ټولو وجوهاتو ته په کتو سره دغه معامله جایز نه ده. او که چا کړې وي، نو بیا مېږې ټولې د اصل څښتن دي او شپون ته به اجر مثل ورکول کیږي.

البته علماء کرامو د جواز لپاره یوه حیله لیکلې ده، هغه داسې چې د ټولو مېږو قیمت دې ولګول شي. په هغه باندې خپلې نیمې مېږې خرڅې کړي، که د هغه سره پیسې نه وي ورته معاف دې کړي. نو دواړه به پکې شریکان شي او ګټه، تاوان به هم شریک شي.


الدلیل علی ذلک:

وأما الذي يرجع إلى المعقود عليه فضروب: منها: أن يكون المعقود عليه وهو المنفعة معلوما علما يمنع من المنازعة، فإن كان مجهولا ينظر إن كانت تلك الجهالة مفضية إلى المنازعة تمنع صحة العقد، وإلا فلا؛ لأن الجهالة المفضية إلى المنازعة تمنع من التسليم والتسلم فلا يحصل المقصود من العقد فكان العقد عبثا لخلوه عن العاقبة الحميدة.

بدائع الصنائع: ټوک:4, مخ:179, فصل في انواع شرائط رکن الاجارة

وعلی هذا اذا دفع البقرة بالعلف لیکون لیکون الحادث بینهما نصفین، فما حدث فهو لصاحب البقرة وللاخر مثل علفه واجر مثله.

ردالمحتار: ټوک:۶، مخ:۳۷۷، کتاب الشرکة، فصل في شرکة الفاسدة

والحیلة في ذلک ان یبیع نصف البقرة من ذلک الرجل… فیکون الحادث منهما علی شرکة

الفتاوی العالمګیریة: ټوک:۲، ۳۳۵، کتاب المضاربة، الباب الخامس

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close