متفرق مسا‌‌ئل

د جومات لپاره وقف شوې زمکه، بېرته ګرځول څه حکم لري؟

محترمه! زما پوښتنه دا ده چې، زمونږ کلیوالو د کلي شریکه زمکه د کلي د ملک په شمول ټولو په اتفاق د جومات لپاره وقف کړه. ټول کلیوال پرې شاهدان دي.
خو د ملک زامن وایي چې، مونږ خپله برخه جومات ته نه ورکوو.
ایا دوی دغه زمکه بېرته ګرځولی شي؟
الجواب وبالله التوفیق:
کله چې یوه زمکه د جومات لپاره وقف شي او حدود یې متعین شي؛ نو دغه زمکه به ترقیامته وقف وي، هیچاته جایز نه دي چې، ټوله زمکه یا یې څه برخه راوګرځوي.
په پوښتل شوي صورت کې که رښتیا هم دغه زمکه د ملک په شمول ټولو شریکانو وقف کړې وې او حدود یې هم متعین کړې وي، نو د ملک زامن دا حق نه لري چې، خپله برخه زمکه بېرته وګرځوي.
الدلیل علز ذلک:
اذا صح الوقف لا یجوز بیعه و لا تملیکه …
الهدایة ، ټوک :۲ ، مخ : ۶۴۰ ، کتاب الوقف
(فإذا تم ولزم لا يملك ولا يملك ولا يعار ولا يرهن) درالمختار ټوک : ۴ ، مخ : ۳۵۱ ، مطلب فی وقف الکافر والمر
کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close