تجارتمتفرق مسا‌‌ئل

د جومات روپۍ چاته په مضاربت ورکول څه حکم لري؟

مونږ د خپل جومات د بودیجې روپۍ چاته په مضاربت ورکړي دي،
دوه برخې ګټه د مضارب دي او یوه برخه جومات ته ورکوي.
ایا د جومات روپۍ په مضاربت ورکول جایز دی؟
الجواب وبالله التوفیق:
د جومات لپاره ټوله شوې بودیجه، چاته په مضاربت ورکول جایز نه دي.
ځکه چې د جومات روپۍ د متولي په لاس کې امانت دي.
الدلیل علی ذلک:
“الوديعة لاتودع ولاتعار ولاتؤاجر و لاترهن، وإن فعل شيئًا منها ضمن، كذا في البحر الرائق.”
الفتاوى الهندية:۴/۳۳۸،

أما الذي يرجع إلى الموكل فهو أن يكون ممن يملك فعل ما وكل به بنفسه لأن التوكيل تفويض ما يملكه من التصرف إلى غيره۔(بدائع الصنائع: ۷/۴۲۷،كتاب الوكالۃ،فصل فی شرائط الرکن)
کابل ټکی کام دارالافتاء



\"kabull

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close