زکات،سرسايه اوعشر

لېونی به زکات ورکوي او کنه؟

پوښتنه: یو نفر چې په کال کې دوه ځله لېونی کیږي، ایا زکات پرې واجبیږي؟ حال دا چې صاحب نصاب وي.
الجواب وبالله التوفیق:
هغه لېونی چې پوره کال لېونی وي، زکات پرې نشته.
او که لېونتوب یې پوره کال نه وي، بلکې کله لېونی او کله روغ وي، نو بیا زکات پرې واجبیږي؛ خو شرط دا دی چې، د نصاب څښتن وي.
الدلیل علی ذلک:
فلیس علی صبي و مجنون اذا وجد منه الجنون في السنة کلها.(الفتاوی الهندیة:۱/۱۷۲-۱۷۳، کتاب الزکاة، الباب الاول)
کابل ټکی کام دارالافتاء
۲۴ شوال ۱۴۴۲هق



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close