متفرق مسا‌‌ئل

بعضې خلک موسیقي ، ساز سرود ته جایز وايي ایا دا صحیح ده؟

فتوا نمبر (32)

بعضې خلک موسیقي ، ساز سرود ته جایز وايي ایا دا صحیح ده؟

سلامونه او نیکې هیلې مې ومنئ . زما پوښتنه د موسیقۍ په اړه ده، موسیقۍ اوریدل څه حکم لري؟ما چې کوم بیانونه د عالمانو څخه اوریدلي دي نو موسیقي اوریدل حرام دي،مګر زما یو ملګری دی هغه وایي چې په ځینو حالاتو،خاصو شرایطو کې موسیقي اوریدل روادي،او دی دا حدیث شریف((ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ الله وَعِنْدِي جَارِيَتَانِ، تُغَنِّيَانِ بِغِنَاءِ بُعَاثَ، فَاضْطَجَعَ عَلَى الْفِرَاشِ وَحَوَّلَ وَجْهَهُ، وَدَخَلَ أَبُو بَكْرٍ فَانْتَهَرَنِي، وَقَالَ: مِزْمَارَةُ الشَّيْطَانِ عِنْدَ النَّبِيِّ ؟ فَأَقْبَلَ عَلَيْهِ رَسُولُ الله فَقَالَ: «دَعْهُمَا». فَلَمَّا غَفَلَ غَمَزْتُهُمَا فَخَرَجَتَا. (بخارى:949))) ماته پرلپسې بیانوي او وایي چې دیته څه ځواب وواېه، ددې تر څنګ ځینې نور حدیثونه،روایتونه او قصې د امام قرضاوي له خولې هم کوي چې دده په نظر او ګمان سره په ځینو خاصو حالاتو کې موسیقي روا عمل بولي . هیله ده چې موسیقی د غږولو ،اوریدلو،نڅاکولو….. په باب پوره او مفصل معلومات راکړئ ،ترڅو دا معلومات تر ډیره زما دملګري پوښتنی ځواب کړای شي، او زه ورته پوره او قوی دلایل ولرم. له پیرزوینې څخه مو يوه نړۍ مننه،

((عبدالرحمن له افغانستان څخه))

الجواب وبالله التوفیق
په دې کې خو بيخي شک نشته چې د اوس وخت موسیقي او ساز او سرود حرام قطعي دی. څوک چې دغه قسم خبرې کوي او د روا والي جواز ورکوي د دوی خبره داسې مثال لري چې څوک زنا، شراب څښل رشوت او سود ته روا او جايز ووايي. او حال دا ده چې دغه شيان قطعی حرام دي. بناءً موسيقي په دلایلو قطعيو سره حرامه ده . الله تعالی فرمايي
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أولٰئِكَ لَھمْ عَذَابٌ مُھينٌ(سورہ لقمان / ۶)
په دې ايت مبارکه کې د لهو الحديث څخه مراد موسيقي ده. او موسيقي او ساز او سرود ته الله تعالی د لارې څخه د ګمراه کولو ذريعه بللې ده. او د دين پورې يې ملنډې او ټوقې بللی دي او په دغه قسم کار باندې الله تعالی د عذاب مهين وعيد فرمايلی دی. او علماو فرمايلي دي چې په قران کې د کوم شي په باره کې وعيد راشي هغه حرام وي نو موسيقي هم حرامه ده.
ابن کثير په خپل تفسير کې د دې ايت لاندې ليکلي دي
عن ابی الصھباء البکری انه سمع عبداللہ بن مسعود رضی اللہ تعالی و ھو یسال عن ھذہ الاية (وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِی لَھُوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللہِ) فقال عبداللہ بن مسعود رضی اللہ تعالی عنہ الغناء واللہ الذی لاالہ الا ھو یرددھا ثلاث مرات۔
وکذا قال ابن عباس و جابر رضی اللہ تعالی عنهم و عکرمة و سعیدبن جبیر و مجاھد و مکحول و عمرو بن شعیب و علی بن بذیمه رحمہم اللہ تعالی:
وقال الحسن البصری رحمه اللہ تعالی نزلت ھذہ الايه (وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِی لَھُوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللہِ) فی الغناء والمزامیر۔ (تفسیر ابن کثیر صفحه ۴۵۷ جلد ۳)
دغه تفسیر په قرطبي ص ۵۱ج ۱۴ ، بغوي ص ۴۰۸ج ۴ ، خازن ص ۴۶۸ج ۳ ، مظہری ص ۲۴۶ج ۷ کې هم ذكر دي.
اما کوم کسان چې موسيقي روا بولي د دې ډول کسانو په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم له پخوا څخه وړاندوينه کړې ده چې يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيداشي چې دوی به دزنا فاحش عمل ،وریښم ، شراب، ساز او موسيقي حلال بولي.
ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحرو الحرير والخمر والمعازف، (البخاری 5590 )
نو معلومه شوه چې موسيقي اوريدل او د موسيقي آلات غږول حرام دي
البته کوم حديث چې پورته سوال کې ذکر شوی دی همدغه شان په نکاح کې د دف ، تمبل وهلو حديث چې د موسيقی د رواوالی لپاره يې دوی دليل بولي ، څخه هيڅ کله هم د اوس وخت موسيقي رواوالی نشي ثابتېدلی ځکه فقهاو د دغه احاديثو لپاره خاص شرائط بيان کړي دي چې د دف او تمبل مجلس به له نامحرمو ښځو د حضور، لاسونو پړقولو يعنې چکچکې وهلو، د نامحرمو نرانو او ښځو اختلاط ، د فرايضو او واجباتو د غافل کېدلو څخه به خالي وي.او که چرته دغه مجلسونه په منکراتو باندې مشتمل وي نو په حراموالي کې يې هيڅوک شک نه لري. خصوصاً په اوسنۍ زمانه کې چې د ساز او سرود په مجلسونو کې نڅا او ګډېدا وي، عاشقانه او فحش اشعار پکې ويل کيږي (محمود الفتاوی ص ۱۳۴۱)او همدارنګه په اخترونو کې د غيرت او شهامت د تشويق لپاره د وړو نجونو سندرو باندې فقهاو د جواز فتوای ورکړې ده او د ذکر شوی حديث څخه همدغه مراد دي.
عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم وَعِنْدِي جَارِيَتَانِ، تُغَنِّيَانِ بِغِنَاءِ بُعَاثَ، فَاضْطَجَعَ عَلَى الْفِرَاشِ وَحَوَّلَ وَجْهَهُ، وَدَخَلَ أَبُو بَكْرٍ فَانْتَهَرَنِي، وَقَالَ: مِزْمَارَةُ الشَّيْطَانِ عِنْدَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم ؟ فَأَقْبَلَ عَلَيْهِ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: «دَعْهُمَا». فَلَمَّا غَفَلَ غَمَزْتُهُمَا فَخَرَجَتَا. (بخارى:949)
نو پورتنۍ حديث شريف د اوس وخت بې شرمه او فاحشه موسيقي چې زمونږ د ځوان نسل د اخلاقي ، علمي او اقتصادي زوال سبب شوې ده هيڅ کله د جواز او رواوالي دليل نشي جوړيدای
حتې تر دې پورې چې کوم صوفيان چې د نعتونو او اذکارو وغيره لپاره د موسيقۍ آلات کاروي حرام دي فتاوا هنديه يې په اړه ليکي:
السماع وقول و رقص الذی يفعله المتصوفة فی زماننا حرام لایجوز القصد الیه والجلوس علیه وهوالغناء والمزامير سواء .كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة قال رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى السَّمَاعُ وَالْقَوْلُ وَالرَّقْصُ الذي يَفْعَلُهُ الْمُتَصَوِّفَةُ في زَمَانِنَا حَرَامٌ لَا يَجُوزُ الْقَصْدُ إلَيْهِ وَالْجُلُوسُ عليه وهو وَالْغِنَاءُ وَالْمَزَامِيرُ سَوَاءٌ (فتاوی هنديه 5/351 ) .
همدا راز په فتاوی محموديه کې راغلي دي
[از احادیث چنین فهمیده می‌شود که برای اعلان نکاح دهل زدن درست است البته به شـرط اینکه از منکرات مثل حضور زن‌های نامحرم و کف زدن و اختلاط مرد و زن نامحرم و غافل شدن از فرایض و واجبات خالی باشد اما اگر مشتمل بر منکرات مذکوره وغیره ‌که در شرع مـقدس حرام هستند، باشد حرام است‌.
خصوصاً در زمان حال ‌که بعضی می‌رقصند و گروهی اشعار عاشقانه مي‌سرایند و همـسایگان نیز در ناآرامی بسر می‌برند، به همین خاطر علماء بر حرمت آن فتوی داده‌اند و رقـص و سـرنا و…..همه در محرمات داخل‌اند و هیچ جواز شرعی برای آنها وجود ندارد لذا از این نوع اعمال باید پرهیز کرد.]
وفي شرح فتح العلام شرح بلوغ الـمرام لنواب صدیق حسن ‌خان‌:
«‌والأحاديث فیها واسعة وان‌کان في ‌کل منها الـمقال الا أنها یعضد بعضـها بعضاً ویدل علی شرعیة ضرب الدف لأنه ابلغ في الاعلان من عـدمه وظـاهر الأمــر الوجوب ولعله لا قائل به فیکون مسنوناً ولکن بشرط أن لایصحبه مـحرم مـن التغنی بصورت رخیم من امرأة اجنبیة بشعر فیه مدح الخدود والقدود بل ینظر إلی الاسلوب العربی الذي ‌کان في عصر رسول ‌الله فهو الـمأمور به واما ما احـدثه الناس من بعد ذلك فهو غیر الـمأمور به ولا کلام انه فـی هذه الاعـصار یقترن بحرمات کثیرة فیحرم لذلك نفسه»‌. [شرح فتح العلام: 2/63 نقلا عن اسلام اور موسيقي: ص 215].
وفي الدر الـمختار:
‌وکره ‌کل لهو لقوله: کل لهم الـمسلم حرام الا ثلاثة، ملاعبة اهله وتأدیبه لفرسه ومناظلته بقوسه.‌
قال ابن عابدین::
«‌قوله‌: «‌وکره کل ‌لهو» أی‌ کل لعب وعبث فالثلاثة بمعنی واحدکما في شـرح التاویلات والا طلاق شامل لنفس الفعل استعباله‌کالرقص والسخریة والتصفیق وضرب الاوتار من الطنبور والبربط والرباب والقانون والـمزمار والضبح والبوق فانها کلها مکروهة لأنها زیٌ الکفار واستماع ضرب الدف والـمزمار وغـیر ذلك حرام وان سمع بنفسه یکون معذوراً ویجبل أن یجتهد ان لا یسمع‌. قهستانی‌»‌. [رد الـمحتار، الحظر والاباحة فصل البيع، ج: ٢].
و فی احکام الشرعیه لعلامه الغامدي
[إن الاستماع إلى الأغاني حرام ومنكر، ومن أسباب مرض القلوب وقسوتها وصدها عن ذكر الله وعن الصلاة. وقد فسر أكثر أهل العلم قوله تعالى : {وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ} [لقمان: 6] بالغناء وكان عبد الله ابن مسعود ـ رضي الله عنه ـ يقسم على أن لهو الحديث هو الغناء. وإذا كان مع الغناء آلة لهو كالربابة والعود والكمان والطبل صار التحريم أشد . وذكر بعض العلماء أن الغناء بآلة لهو محرم إجماعاً. فالواجب الحذر من ذلك وقد صح عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه قال : “ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحر والحرير والخمر والمعازف” والحر هو الفرج الحرام ـ يعني الزنا والمعازف هي الأغاني وآلات الطرب .] [احکام الشرعیه جز ۱ ص ۳۳]
و في الفقه الاسلامي و ادلته
[وأما الآلات: فيحرم في المشهور من المذاهب الأربعة (الحنفية والمالكية والشافعية والحنابلة) استعمال الآلات التي تطرب كالعود والطنبور والمعزفة والطبل والمزمار والرباب وغيرها من ضرب الأوتار والنايات والمزامير كلها ] فمن أدام استماعها، ردت شهادته، لقوله صلّى الله عليه وسلم : «ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الخمر والخنازير والخز والمعازف» وفي لفظ : «ليشربن ناس من أمتي الخمر، يسمونها بغير اسمها، يعزف على رؤوسهم بالمعازف والمغنيات، يخسف الله بهم الأرض، ويجعل منهم القردة والخنازير» [الفقه الاسلامي و ادلته ج ۳ ص 564 و 565]
والله اعلم بالصواب

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close