غير مصنف

که څوک حلاله په الحمد لله سره وکړی، قرباني یې څنګه ده؟

د فتوې شمېره(۶۳۵)

پوښتنه:

زما پوښتنه دا ده: که څوک په غلطۍ سره د حلالې په وخت کې الحمد لله وایي، بسم الله ونه وایي، قرباني یې څنګه کیږي؟


الجواب وبالله التوفیق:

که یې اراده دا وي چې بسم الله ووایي، خو سهوا ترې الحمدلله، سبحان الله یا الله اکبر وویل شي، قرباني یې سهي کیږي او که قصدا د بسم الله په ځای دغه کلمات ووایي، قرباني یې نه سهي کیږي.


الدلیل علی ذلک:

(قَوْلُهُ: يُرِيدُ بِهِ التَّسْمِيَةَ حَلَّ) قَالَ الْوَلْوَالِجِيُّ وَلَوْ قَالَ مَقَامَ التَّسْمِيَةِ: الْحَمْدُ لِلَّهِ أَوْ سُبْحَانَ اللَّهِ يُرِيدُ بِهِ التَّسْمِيَةَ أَجْزَأَهُ، وَإِنْ أَرَادَ التَّحْمِيدَ وَلَمْ يُرِدْ التَّسْمِيَةَ لَمْ يَحِلَّ وَكَذَلِكَ لَوْ قَالَ وَاَللَّهُ أَكْبَرُ لِأَنَّ هَذِهِ الْأَلْفَاظَ لَيْسَتْ بِصَرِيحَةٍ فِي بَابِ التَّسْمِيَةِ إنَّمَا الصَّرِيحُ بِاسْمِ اللَّهِ فَكَأَنَّ هَذِهِ الْأَلْفَاظَ كِنَايَةٌ وَالْكِنَايَةُ إنَّمَا تَقُومُ مَقَامَ الصَّرِيحِ بِالنِّيَّةِ كَمَا فِي بَابِ الطَّلَاقِ

تبيين الحقايق: ټوک:۵، مخ:۲۸۹، التسمية عند الذبح.

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close