ذبحه،قرباني،عقيقه

د مرحوم پلار لخوا قرباني کول !

دفتوی شمیره (۱۸۳)


پوښتنه :

په احمد باندې قرباني واجب نه ده ، نو دی د خپل وفات شوي پلار له خوا قرباني کولی شي او که نه ؟ په داسې حال کې چې ځان ته قرباني نه کوي .


الجواب وبالله التوفیق :
کله چې په احمد باندې قرباني واجب نه ده ، نو دی د پلار او نورو خپلوانو له خوا قرباني کولی شي ، خو که په خپله د نصاب مالک وي بیا به لومړی ځان ته قرباني کوي ، بیا که وغواړي د بل چا لخوا یې هم کولی شي.
الدلیل علی ذلک :
قال رأیت علیا یضحی بکبشین فقلت له ماهذه ؟ فقال : ان رسول الله صلی الله علیه وسلم اوصانی ان اضحی عنه فانا اضحی عنه .
ابوداود ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۹ .
ومن شرائطها الیسار الذي یتعلق به وجوب صدقة الفطر….
ردالمختار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۳۱۲ ، کتاب الاضحیة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close