ذبحه،قرباني،عقيقه

د قربانۍ په نیت د اخیستل شوي څاروي څخه شیدې لوشل!

د فتوې شمېره(۶۴۲)

پوښتنه:

که چا د قربانۍ په نیت غوا، وزه یا مېږه اخیستې او په غولانځه کې یې شیدې وي، نو دغې شیدې لوشل څه حکم لري؟


الجواب وبالله التوفیق:

د قربانۍ په نیت د اخیستل شوي څاروي څخه شیدې لوشل جایز نه دي. او که چا ترې ولوشلې نو دغه شیدې یا یې قیمت صدقه کول واجب دی.

البته د حلالې وروسته له شیدو څخه یې فایده اخیستل جواز لري.


الدلیل علی ذلک:

ولو حلب اللبن من الأضحية قبل الذبح أو جز صوفها يتصدق به، ولا ينتفع به، كذا في الظهيرية. وإذا ذبحها في وقتها جاز له أن يحلب لبنها ويجز صوفها وينتفع به؛ لأن القربة أقيمت بالذبح، والانتفاع بعد إقامة القربة مطلق كالأكل، كذا في المحيط.

الهندية: ټوک:۵، مخ:۳۰۱، الباب السادس في بيان مايستحب في الاضحية.

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close