ذبحه،قرباني،عقيقه

ایا په غټ څاروي کې له ۷ کسانو کم شریکیدلی شي؟

د فتوې شمېره(۶۴۳)

پوښتنه:

زما پوښتنه دا ده چې، ایا په غټ څاروي(غوا، مېښه او اوښ) کې ۷ کسان شریکیدل ضروري دي، او که یو، دوه یا درې کسان یې ځانته کولی شي؟ ځینې وایي چې طاق ضروري دي.


الجواب وبالله التوفیق:

د غټ څاروي قرباني ځانته یو نفر، دوه، درې نفره هم کولی شي. خو شرط دا دی چې له ۷ نفرو به زیات نه وي.

دا ضروري نه ده چې حتما به ۷ کسان وي. او طاق کیدل یې هم ضروري نه دي.


الدلیل علی ذلک:

وَتَجُوزُ عَنْ سِتَّةٍ، أَوْ خَمْسَةٍ، أَوْ أَرْبَعَةٍ، أَوْ ثَلَاثَةٍ ذَكَرَهُ فِي الْأَصْلِ لِأَنَّهُ لَمَّا جَازَ عَنْ سَبْعَةٍ فَمَا دُونَهَا أَوْلَى، وَلَا يَجُوزُ عَنْ ثَمَانِيَةٍ

البحر الرايق: ټوک:۸، مخ:۱۹۸، کتاب الاضحیة

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close