ذبحه،قرباني،عقيقه

د تشریق تکبیرات کله شروع کړو او کله یې بس کړو؟

د فتوې شمېره(۶۴۴)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب! زما پوښتنه دا ده چې د تشریق تکبیرات باید کله شروع شي او کله ختم شي؟


الجواب وبالله التوفیق:

د شریق تکبیرات: الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد. دغه تکبیرات له ۲۳ لمانځونو وروسته یو ځل واجب دي.

د تشریق تکبیرات په ۹ د ذوالحجة(یعنې راتلونکې دوشنبه) د سهارلمانځه څخه نېولې تر ۱۳ د ذوالحجې(یعنې راتلونکې جُمعې ورځې) د مازیګر لمانځه پورې ویلی کیږي.


الدلیل علی ذلک:

وأما عدده وماهيته فهو أن يقول مرة واحدة: الله أكبر لا إله إلا الله والله أكبر الله أكبر ولله الحمد… وأما وقته فأوله عقيب صلاة الفجر من يوم عرفة وآخره في قول أبي يوسف ومحمد – رحمهما الله تعالى – عقيب صلاة العصر من آخر أيام التشريق، هكذا في التبيين، والفتوى والعمل في عامة الأمصار وكافة الأعصار على قولهما، كذا في الزاهدي.

الهندية: ټوک: مخ: 152, الباب الثامن عشر في صلاة الكسوف.

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close