ذبحه،قرباني،عقيقه

که قصاب په قربانۍ کې د خپل ځان نیت وکړي!

د فتوې شمېره(۶۴۵)

پوښتنه:

پوښتنه دا ده: که یو څوک قصاب د حلالې لپاره راولي، تر څو د ده لپاره څاروی حلال کړي، خو قصاب د حلالې په وخت کې د دغې قربانۍ د خپل ځان لخوا وکړي، قرباني د چا لخوا ادا کیږي؟


الجواب وبالله التوفیق:

په پوښتل شوي صورت کې قرباني د څاروي د مالک لخوا ادا کیږي، نه د قصاب لخو، که څه هم قصاب یې نیت خپل ځانته وکړي.


الدلیل علی ذلک:

رجل دعا قصابا ليضحي له فضحى القصاب عن نفسه فهو عن الآمر، كذا في السراجية.

الفتاوی الهندیة: ټوک:5, مخ:303, الباب السابع في التضحية عن الغير.

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close