ذبحه،قرباني،عقيقه

تېر کال د اختر په ورځ د وزې بچی پیدا شو، سږ کال یې قرباني څنګه ده؟

د فتوې شمېره(۶۴۶)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب! تېر کال د لوی اختر په اوله ورځ د اختر لمانځه نه وروسته زموږ د وزې څېرلی پيدا شو، سږ کال یې قرباني کولی شو او کنه؟


الجواب وبالله التوفیق:

په پوښتل شوي صورت کې د څاروي کال د اختر په لومړی ورځ پوره کیږي، نو له دې امله یې سږ کال د اختر په دویمه ورځ قرباني کول جایز دي.


الدلیل علی ذلک:

الجذع من الغنم ابن ستة أشهر والثني منه ابن سنة،والثني من الشاة والمعز ما تم له حول وطعن في السنة الثانية

بدائع الصنائع: ټوک:۵، مخ:۷۰، فصل في محل اقامة الواجب من الاضحية.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close