ذبحه،قرباني،عقيقه

د لوی اختر لمانځه د ادا کولو طریقه!

د فتوې شمېره(۶۴۸)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب! که د اختر لمانځه طریقه راته واضحه کړئ چې څنګه ادا کیږي، ډېره مهرباني به مو وي. هم د وړوکي اختر او هم د غټ اختر.


الجواب وبالله التوفیق:

د کمکي او د لوی اختر د لمانځه طریقه په یو ډول ده، هغه په لاندې ډول ده:

لومړی به په زړه کې نیت وکړئ، بیا که په ژبه باندې دغه نیت وتړئ بهتره ده.

نوَیتُ اَن اُصليّ رَکعتَینِ صَلاةَ عیدِ الفِطرِ/ عیدِ الاَضحی مَعَ ستّ تکبیراتِ واجبةٍ.

یعنې د کمکي یا د لوی اختر د دوو رکعتو کولو نیت مې وکړ سره له واړه تکبیرونو.

بیا به لاسونه ترغوږو پورته کړي، الله اکبر به ووایي، بیا به امام او مقتدي دواړه سبحانک اللهم… ووایي بیا به درې ځلې تکبیر(الله اکبر) ووایي د هر ځل ویلو سره به ترغوږونو لاسونه هم پورته کوي، له الله اکبر ویلو وروسته به لاسونه ځوړند پرېږدي او د هر تکبیر ویلو په منځ کې به دومره صبر کوي، چې درې ځله سبحان الله په کې ویلی کیدایشي.

د دریم تکبیر وروسته به لاسونه په نامه باندې وتړي، له دې وروسته به امام اعوذ بالله او بسم الله په پټه ووایي، بیا به امام الحمد او یو سورت جهرا یعنې په زوره ووایي او مستحب دا ده چې سورة الاعلی پکې وویلی شي.

بیا به رکوع او سجده وکړي دریم رکعت ته به راپورته شي، امام به سرا بسم الله ووایي، بیا به جهرا سورة الفاتحه او بل سورة ووایي، مستحب دا ده چې سورة الغاشیة ووایي. له سورة ویلو وروسته به امام او مقتدي دواړه درې ځلې تکبیر د تېر په څېر ووایي. خو فرق یې دا دی چې په دویم رکعت کې به له اخري تکبیر ویلو وروسته لاسونه ځوړند پرېږدي، په نامه به یې نه تړي. بیا به رکوع او سجده ادا کړي او سلام به وګرځوي.

بهتره خبره همدا ده چې په دویم رکعت کې لومړی قرات او بیا زوائد تکبیرات ووایي، که څه هم تکبیرات له قراته مخکې کول هم جایز دي.

الدلیل علی ذلک:

وكيفية صلاتهما” أي العيدين “أن ينوي” عند أداء كل منهما “صلاة العيد” بقلبه ويقول بلسانه أصلي صلاة العيد لله تعالى إماما والمقتدي ينوي المتابعة أيضا “ثم يكبر للتحريمة ثم يقرأ” الإمام والمؤتم “الثناء” سبحانك اللهم وبحمدك الخ لأنه شرع في أول الصلاة فيقدم على تكبيرات الزوائد في ظاهر الرواية “ثم يكبر” الإمام والقوم “تكبيرات الزوائد” سميت بها لزيادتها على تكبير الإحرام والركوع يكررها “ثلاثا” وهو مذهب ابن مسعود رضي الله عنه ويسكت بعد كل تكبيرة مقدار ثلاث تكبيرات في رواية عن أبي حنيفة لئلا يشتبه على البعيد عن الإمام ولا يسن ذكر ولا بأس بأن يقول سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر “يرفع يديه” الإمام والقوم “في كل منها” وتقدم أنه سنة “ثم يتعوذ” الإمام “ثم يسمي سرا ثم يقرأ” الإمام “الفاتحة ثم” يقرأ “سورة وندب أن تكون” سورة ” {سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى} ” [الأعلى: 1] تماما “ثم يركع” الإمام ويتبعه القوم “فإذا قام للثانية ابتدأ بالبسملة ثم بالفاتحة ثم بالسورة” ليوالي بين القراءتين وهو الأفضل عندنا “وندب أن تكون” سورة: {هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ} [الغاشية: 1] رواه الإمام أبو حنيفة يرفعه إلى النبي صلى الله عليه وسلم: “كان يقرأ في العيدين ويوم الجمعة بـ {سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى} و {هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ} ورواه مرة في العيدين فقط “ثم يكبر” الإمام والقوم “تكبيرات الزوائد ثلاثا ويرفع يديه” الإمام والقوم “فيها كما في” الركعة “الأولى وهذا” الفعل وهو الموالاة بين القراءتين والتكبير ثلاثا في كل ركعة “أولى” من زيادة التكبير على الثلاث في كل ركعة و “من تقديم تكبيرات الزوائد في الركعة الثانية على القراءة” لأثر ابن مسعود رضي الله عنه وموافقة جمع من الصحابة له قولا وفعلا وسلامته من الاضطراب وإنما اختير قوله لقول النبي صلى الله عليه وسلم: “رضيت لأمتي ما رضيه ابن أم عبد”، “فإن قدم التكبيرات” في الركعة الثانية “على القراءة جاز”

مراقي الفلاح شرح نور الايضاح: مخ: باب صلاة العيدين.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close