ذبحه،قرباني،عقيقه

ایا تکبیرات به د اختر له لمانځه وروسته هم وایو؟

د فتوې شمېره(۶۴۹)

پوښتنه:

د فرض لمانځه نه وروسته خو د تشریق تکبیرات ویلی کیږي، ایا د اختر له لمانځه وروسته به یې هم وایو؟


الجواب وبالله التوفیق:

لکه څنګه چې د پنځه وخته لمانځه وروسته د تشریق تکبیرات ویل واجب دي، همداغسې د اختر لمانځه وروسته هم تکبیرات ویل واجب دي.


الدليل علی ذلک:

ولا بأس به عقب العيد لأن المسلمين توارثوه فوجب اتباعهم، وعليه البلخيون…

(قوله فوجب) الظاهر أن المراد بالوجوب الثبوت لا الوجوب المصطلح عليه، وفي البحر عن المجتبى: والبلخيون يكبرون عقب صلاة العيد لأنها تؤدى بجماعة فأشبهت الجمعة اهـ وهو يفيد الوجوب المصطلح عليه ط

الدرالمختار مع ردالمحتار: ټوک:۲، مخ:۱۸۰، باب العیدين

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close