ذبحه،قرباني،عقيقه

که د تشریق تکبیرات د سړي له یاده ووځي!

د فتوې شمېره(۶۵۰)

پوښتنه:

که د لمانځه وروسته د تشریق تکبیرات د سړي له یاده ووځي، نو څومره وخت کې یې بیا ویلی شي؟


الجواب وبالله التوفیق:

که له لمانځه وروسته تکبیرات پاتې شي، قضایي یې نشته، استغفار ویلو سره یې بښنه کیدایشي.

البته که د لمانځه وروسته تکبیرات له یاده ووځي، نو کله چې وریاد شي سمدلاسه دې ووایي؛ خو شرط دا دی چې، د لمانځه ضد کار به یې نه وي کړی. لکه د جومات نه وتل، خبرې کول، یا قصدا اودس ماتول؛ نو که دغه کارونه یې کړي وي، بیا به یې نه وایي.

که سهوا یې اودس مات شوی وي، یا یې له قبلې سینه ګرځولې وي، بیا دې هم تکبیرات ووایي.


الدلیل علی ذلک:

(قوله بلا فصل يمنع البناء) فلو خرج من المسجد أو تكلم عامدا أو ساهيا أو أحدث عامدا سقط عنه التكبير وفي استدبار القبلة روايتان. ولو أحدث ناسيا بعد السلام الأصح أنه يكبر، ولا يخرج للطهارة فتح

ردالمحتار: ټوک:2, مخ:179, باب العيدين.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close