عقائداوفرقې

درسول اکرم صلی الله علیه وسلم باره کې دحاضر ناظر او علم غیب عقیده ساتل

فتوا شمیره (31)

پوښتنه ا: دې مسئله کې د دين علماء څه وايي چې رسول الله (ص) حاضر او ناظر دی او که نه؟ او رسول الله (ص) عالم الغيب ګنړلو عقيده صحیح ده او که نه ؟

((هجرت لوګروال له افغانستان څخه))

الجواب وبالله التوفیق

دې کې شک نشته چې الله تعالی نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته دجنت ، جهنم ، لوح محفوظ ، عرش ، میزان ، حشرنشراو دبرزخ وغیره ډیرې خبرې ښودلې دي او نبي کریم صلی الله امت ته بیان کړیدي خو دیته اطلاع علی الغیب ویلی کیږي علم غیب دیته نه وایي.

علم غیب کلي یعنې دتیرشوو او راتلونکو ټولو څیزونو علم چې یو شی هم ورنه پټ نه وي داعلم صرف الله سره دی بل څوک هم ورسره په دې کې شریک نشته.

دغه شان هرځای حاضر ناظر او هرڅه نه خبریدل دالله تعالی صفت دی کومې فرشتې یانبي او یا کوم ولي ته داصفت حاصل نه دی.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته علم غیب کلي ثابتول ، عالم الغیب ویل او هر ځای کی دحاضرناظر عقیده ساتل دقران ، حدیث او اجماع دسلف صالحینو خلاف ده.

ډیر ایتونوکې ښکاره ذکرشوي چې نبي علیه السلام عالم الغیب نه دی :

قران کې الله تعالی فرمایي:

۱-وعنده مفاتح الغیب لایعلمها الاهو(او الله تعالی سره دغیبو کنجیانې دي نه پوهیږي په هغې مګر یو الله . سورة انعام ایت 59.

۲-قل لایعلم من فی السموات والارض الغیب الاالله (ای پیغمبره خلکوته ووایه چې نه پوهیږي په اسمانونو او ځمکه کې په غیبو باندې مګر صرف الله تعالی ورباندې پوهیږي. سورة نمل ایت 65.

۳-لوکنت اعلم الغیب لااستکثرت من الخیر وما مسني السوء (الله تعالی نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته فرمایي: چې ته دې خلکو ته ووایه که زه پوهیدی په غیبو باندې نو خامخا به ما ډیرې فایدې حاصلې کړې وې او نه به وای رسیدلی ماته څه تکلیف ) سورة اعراف ایت 188.

۴-قل لااقول لکم عندي خزائن الله ولااعلم الغیب (ووایه ای پیغمبره دې خلکوته : نه وایم تاسوته چې زما په اختیار کې دي خزانې دالله تعالی او نه پوهیږم په غیبو باندې) سورة انعام ایت 50 .

اوبیشماره احادیث ددغه عقیدې تردید کوي دبیلګې په توګه:

۱-امام بخاري رحمه الله په کتاب التفسیر کې ددې ایت لاندې ان الذین جاءوا بالافک روایت نقل کوي چې کله په امهات المومنین عایشې رضی الله عنها باندې تهمت ولږید نو نبي کریم صلی الله علیه ډیر پریشانه او غمجن و صحابه کرامو سره به یې مشورې کولې تردې چې د عایشې رضی الله عنها د پاکۍ باره کې ایتونه نازل شول. نو که رسول اکرم صلی الله علیه وسلم عالم الغیب وای نو ولې به دومره پریشانه کیدلو او دعایشې رضی الله عنها باره کې صحابه کرامو سره مشورې ته څه ضرورت و.

۲-دتیمم دنزول واقعه مشهوره ده چې کومه امام بخاري رحمه الله هم ذکر کړې ده چې دعایشې رضي الله عنها دغاړې هار ورک شوصحابه کرام ورپسې ګرخیدل تردې پورې چې اوبه نه وي او دسهار لمونځ نږدې و چې قضا شي خوټول صحابه کرام ددې په پلټنه کې ایسارو بل ځای نشوتلای حال داو چې دغه هار داوښې لاندې و، نو که نبي کریم صلی الله علیه وسلم عالم الغیب وای نو دومره پلټنې او پریشانه کیدو ته څه ضرورت و.

۳-دغه شان امام بخاري په کتاب المغازي کې درعل او ‌ذکوان د غدر او دوکې واقعه ذکر کړیده چې راغلل او نبي کریم صلی الله ته یې وویل چې مونږ مسلمانان شوي یو مونږ ته څه کسان راکړه چې زمونږ خلکو ته دین وښايي حالانکه دوی مسلمانان شوي نه و غرض یې دصحابه کرامو شهیدانول و او همداسې وشول چې نبي علیه السلام ورسره 70 قاریان صحابه کرام ولیږل چې هغوی یې بیاهلته په دغه دوکه بوتلل او شهیدان یې کړل اونبي علیه السلام یوه میاشت دسهار لمونځ کې رعل ، ذکوان ، عصیه او بني لحیان قومونو ته ښیرا کولې نو که رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته علم غیب حاصل وای نو صحابه کرام یې ولې ورسره لیږل.

امام ابوحنیقه رحمه الله فرمایي علم غیب صرف الله تعالی ته ثابت دی :

عن ابي حنیفة لایعلم هذه العلوم الخمسة الا الله (تفسیرمدارک ایت 34 سورة لقمان)

بلکه زمونږدفقهې حنفي معتبرو عالمانو رد کړی دی په داسی عقیده چې علم غیب دالله نه سیوا بل چاته ثابتوي هغه که نبي وي او که ولي. لکه ملاعلی قاري په شرحه دفقه اکبر کې ، علامه شامي صاحب ، علامه ابن نجیم الحنفي په بحرالرائق کې وغیره:

الْخَوَاصِّ كَالْأَنْبِيَاءِ وَالْأَوْلِيَاءِ بِالْوَحْيِ أَوْ الْإِلْهَامِ فَهُوَ بِإِعْلَامٍ مِنْ اللَّهِ تَعَالَى فَلَيْسَ مِمَّا نَحْنُ فِيهِ اهـ ….وَحَاصِلُهُ أَنَّ دَعْوَى عِلْمِ الْغَيْبِ مُعَارِضَةٌ لِنَصِّ الْقُرْآنِ فَيَكْفُرُ بِهَا، إلَّا إذَا أُسْنِدَ ذَلِكَ صَرِيحًا أَوْ دَلَالَةً إلَى سَبَبٍ مِنْ اللَّهِ تَعَالَى كَوَحْيٍ أَوْ إلْهَامٍ، (ردالمحتار علی الدر المختار مخ ۳۲۵ ټوک ۳ مطلب فی دعوی علم الغیب)

 

وفی الخانیة رجل تزوج امرءة بغیر شهود فقال الرجل والمرءة خدای را ویا پیغمبر مرا ګواه کردیم قالوا یکون کفرا لانه اعتقد ان رسول الله صلی الله علیه وسلم یعلم الغیب وهو ماکان یعلم الغیب حین کان فی الاحیاء فکیف یکون بعدالموت (الفتاوی الخانیة علی هامش الهندیة مخ ۵۷۶ ټوک ۳ باب مایکون کفرا من المسلم ومالایکون)

وفی البحر:

لوتزوج بشهادة الله ورسوله لاینعقد ویکفر لاعتقاده ان النبي صلی الله علیه وسلم یعلم الغیب (البحرالرائق کتاب النکاح ټوک ۳ مخ ۱۵۵ ، رشیدیه)

وفي شرح فقه الاکبر:

ثم اعلم ان الانبیاء علیهم السلام لم یعلموا المغیبات من الاشیاء الا ماعلمهم الله تعالی احیانا ، وذکر الحنفیة تصریحا بالتکفیر باعتقاد ان النبي صلی الله علیه وسلم یعلم الغیب لمعارضة قوله تعالی : (قل لایعلم من فی السموات والارض الغیب الاالله) کذا فی المسایرة انتهی  (شرح فقه الاکبر مخ ۱۸۵)

 

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close