ذبحه،قرباني،عقيقه

غلا شوی موټر یا موټر سایکل اخیستل څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۶۵۱)

پوښتنه:

محترمه دغلا شی اخیستل مثلا موټر سایکل یاموټر جوازلری او که نه؟

پوښتونکی: ابو یعقوب


الجواب وبالله التوفیق:

غلا شوی شی د خپل مالک په ملک کې وي ، هغه ته یې واپس کول لازمي دي .

په کوم شي باندې چې د غلا غالب ګومان کیږي ، دهغه شي اخیستل روا نه دي ، که چا واخیست او وروسته یې مالک معلوم شو نو هغه به مالک ته ورکوي او اخیستونکی به خپلې پیسې له خرڅونکي څخه اخلي.


الدلیل علی ذلک :

ولو باع السارق المسروق من إنسان، أو ملكه منه بوجه من الوجوه، فإن كان قائما فلصاحبه أن يأخذه؛ لأنه عين ملكه، وللمأخوذ منه أن يرجع على السارق بالثمن الذي دفعه؛

بدائع الصنائع ، ټوک : ۵ ، مخ : ۸۵ ، کتاب البیوع

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close