ګروي،سود،وقف

د جومات په روپیو باندې د جنازې کټ اخیستل!

د فتوې شمېره(۶۵۵)

پوښتنه:

زموږ د کلي جومات د جنازې کټ زوړ شوی دی، اوس غواړو چې د جومات لپاره جمع شوې روپیو باندې کټ واخلو، ایا جواز لري؟


الجواب وبالله التوفیق:

د جنازې کټ د جومات په روپیو باندې اخیستل جواز نه لري. بلکې د کټ اخیستو لپاره دې نوره چنده وکړي.


الدلیل علی ذلک:

ليس لقيم المسجد أن يشتري جنازة وإن ذكر الواقف أن القيم يشتري جنازة، كذا في السراجية.

الفتاوي الهندية: ټوک: ۲، مخ: ۴۶۲،الفصل الثاني في الوقف وتصرف القيم وغيره.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close