طهارت او لمونځ

ایا مېرمن په جالۍ دار یا نري ټیکري کې لمونځ کولی شي؟

د فتوې شمېره(۶۵۸)

پوښتنه:

پوښتنه دا ده: ایا د ښځې لپاره په دومره نري ټیکري کې لمونځ کول جواز لري چې، د سر ویښته یې ترې ښکاري؟


الجواب وبالله التوفیق:

د ښځې لپاره جالۍ دار یا بل داسې ټیکری په سرول چې د سر ویښته ترې ښکاري د لمانځه پرته هم جواز نه لري.

او که په دومره نري ټیکري کې لمونځ وکړي( چې د سر ویښته یې ترې ښکاري) لمونځ یې نه کیږي؛ بېرته به یې راګرځوي.


الدلیل علی ذلک:

بدن الحرة عورة إلا وجهها وكفيها وقدميها. كذا في المتون وشعر المرأة ما على رأسها عورة وأما المسترسل ففيه روايتان الأصح أنه عورة. كذا في الخلاصة وهو الصحيح وبه أخذ الفقيه أبو الليث وعليه الفتوى…

والثوب الرقيق الذي يصف ما تحته لا تجوز الصلاة فيه.

الفتاوی الهندیة: ټوک:1, مخ:58, الفصل الاول في الطهارة و ستر العورة.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close