نکاح ، طلاق او کورني مسائل

که د اوږدې مودې مسافر بچی پیدا شي، دغه بچی د چا دی؟

د فتوې شمېره(۶۵۹)

پوښتنه:

که د یوې ښځې مېړه له څلورو کالو په لېرې هېواد کې مسافر دی، په د مسافري څخه ۳ کاله وروسته بچی پیدا شو، نو په دې صورت کې دغه بچی دچا دی؟


الجواب وبالله التوفیق:

د نسب د ثبوت لپاره د نکاح وجود کافي دی، نو که د اوږدې مودې راهیسي د مسافر بچی پیدا شي، بیا هم دغه بچی د دغه مسافر دی؛ ځکه چې نکاح موجوده ده.

البته که دغه سړی دغه بچی له ځانه نفي کول وغواړي؛ نو په لعان سره یې نفي کولی شي.

خو بدبختانه چې په اوسنیو نظامونو کې لعان نه جاري کیږي، ځکه چې شرعي نظام وجود نه لري.


الدلیل علی ذلک:

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، أَنَّهَا قَالَتْ: اخْتَصَمَ سَعْدُ بْنُ أَبِي وَقَّاصٍ وَعَبْدُ بْنُ زَمْعَةَ فِي غُلاَمٍ، فَقَالَ سَعْدٌ: هَذَا يَا رَسُولَ اللَّهِ ابْنُ أَخِي عُتْبَةَ بْنِ أَبِي وَقَّاصٍ، عَهِدَ إِلَيَّ أَنَّهُ ابْنُهُ، انْظُرْ إِلَى شَبَهِهِ، وَقَالَ عَبْدُ بْنُ زَمْعَةَ: هَذَا أَخِي يَا رَسُولَ اللَّهِ، وُلِدَ عَلَى فِرَاشِ أَبِي مِنْ وَلِيدَتِهِ، فَنَظَرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى شَبَهِهِ فَرَأَى شَبَهًا بَيِّنًا بِعُتْبَةَ، فَقَالَ: «هُوَ لَكَ يَا عَبْدُ بْنَ زَمْعَةَ، الوَلَدُ لِلْفِرَاشِ وَلِلْعَاهِرِ الحَجَرُ، وَاحْتَجِبِي مِنْهُ يَا سَوْدَةُ بِنْتَ زَمْعَةَ» قَالَتْ: فَلَمْ يَرَ سَوْدَةَ قَطُّ

صحیح البخاري: باب الولد للفراش

قال أصحابنا: لثبوت النسب ثلاث مراتب (الأولى) النكاح الصحيح وما هو في معناه من النكاح الفاسد: والحكم فيه أنه يثبت النسب من غير عودة ولا ينتفي بمجرد النفي وإنما ينتفي باللعان، فإن كانا ممن لا لعان بينهما لا ينتفي نسب الولد كذا في المحيط.

الفتاوی الهندیة: ټوک:1, مخ:536, [الباب الخامس عشر في ثبوت النسب]

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close