طهارت او لمونځ

دسنتو نه وروسته په جمعه دوعا کول

فتوا شمیره (33)

د دوعا باره کې احادیث ډیر دي لاس اوچتول او په مخ مسح کول هم شته فرضو پسې اجتماعي او انفرادي هم شته لیکن سنتو نه بعد اجتماعی دوعا غوښتل بدعت ده لکه سنګه چی مولانا اشرف علي تهانوي(رح) مفتي محمد شفیع (رح) او سرفراز خان صفدر(رح) ورته بدعت ویلي دي او د دوعا الفاظ په جهر ویلو ته هم فقهاو بدعت ویلي . نبی کریم (ص) به سنت او نوافل کور کې کول نو سوال دا دی چی بعدالسنت اجتماعی طور دوعا غوښتل شته او که نه ؟ حالانکه فقها ورته بدعت وایي.

((محب الله له پاکستان څخه))

الجواب وبالله التوفیق

په احادیثو مبارکه و کې د لمونځ نه وروسته د دعا ترغیب راغلی دی او لفظ د(دبر الصلوات) یعنې مطلق لمونځ او (دبرالصلواة المکتوبة) یعنې فرض لمونځ نه وروسته ، دواړه قسم الفاظ راغلي دي نو که دعا وشي دسنتو وروسته وي او که دفرضو وروسته ښه خبره ده ، او سنت هم مکملات او پوره کونکي دفرضو دي نو داهم دفرضو تابع دي لهذا که دسنتو نه وروسته هم دعا وشي داسې ده لکه دفرضو نه وروسته چې وشي ، البته دومره خبره ده چې زمونږ علماء احناف هغه وخت ورته بدعت وایي چې کله لازم وشمارل شي او نه کونکی یعني اجتماعي دعا ته دسنتو نه وروسته نه ایساریدونکی ملامته کیږي او که عقیده دالتزام نه وي نو بیا اجتماعي دعا جایز ده هغه دسنتو نه وروسته وي او که دفرضو وروسته.

عن انس ان النبي صلی الله علیه وسلم قال : مامن عبد یبسط کفیه في دبر کل صلاة یقول اللهم الهي واله ابراهیم واسحاق ویعقوب … الاکان حقا علی الله ان لایرد یدیه خائبتین .روه ابن السني في (عمل الیوم واللیلة) …..فهذه وماشاکلها من الروایات في هذ الباب تکاد تکفی حجة لما اعتاده الناس فی البلاد من الدعوات الاجتماعیة دبرالصلوات ، ولذا ذکره فقهاءنا ایضا کمافي نورالایضاح وشرحه مراقي الفلاح للشرنبلالي ، ویقول النووي في شرح المهذب (۴۸۸-۳): الدعاء للامام والماموم والمنفرد مستحب عقب کل الصلوات بلاخلاف ، ویقول : ویستحب ان یقبل الامام علی الناس فیدعو.  (معارف السنن ټوک ۳ مخ ۱۲۳)

وعلی ماحققه ابن الهمام من تاخیر الاذکار والدعوات عن الرواتب تخرج مسکة بعدالسنن ایضا، غیر انه یظهر بعد البحث والتحقیق انه وان وقع ذالک احیانا عند حاجات خاصة لم تکن سنة مستمرة له صلی الله  علیه وسلم ولا للصحابة رضی الله عنهم.   (معارف السنن ټوک۳ مخ ۱۲۴)

اوعلامه شامي رحمه الله لیکي:

وَأَمَّا مَا وَرَدَ مِنْ الْأَحَادِيثِ فِي الْأَذْكَارِ عَقِيبَ الصَّلَاةِ فَلَا دَلَالَةَ فِيهِ عَلَى الْإِتْيَانِ بِهَا قَبْلَ السُّنَّةِ، بَلْ يُحْمَلُ عَلَى الْإِتْيَانِ بِهَا بَعْدَهَا؛ لِأَنَّ السُّنَّةَ مِنْ لَوَاحِقِ الْفَرِيضَةِ وَتَوَابِعِهَا وَمُكَمِّلَاتِهَا فَلَمْ تَكُنْ أَجْنَبِيَّةً عَنْهَا، فَمَا يُفْعَلُ بَعْدَهَا يُطْلَقُ عَلَيْهِ أَنَّهُ عَقِيبَ الْفَرِيضَةِ.  (شامي ټوک ۱ مخ۳۹۱ ، سعید)

 

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close