طهارت او لمونځ

د سهار سنت په صف کې کول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۶۷۱)

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!

وبعد :زه  پوښتنه لرم چې  د سهار سنت په مسجد کې  په مخکیني صف کې کول څنګه دي؟ په هغه وخت کې چې جَمعه ولاړه وي. که پدې اړه معلومات راکړئ!

پوښتونکی: طالب العلم محمداسلم خان سراج


الجواب وبالله التوفیق:

کله چې د سهار جَمعه ولاړه وي، نو مختصر سنت دې له مسجد څخه بهر په انګړ کې یا د دېوال او یا د ستنې شاته وکړي.

او په امام پسې بې له حایله( پناه ګاه )په صف کې سنت کول مکروه تحریمي دي.


الدلیل علی ذلک:

عن ابي مجلز قال : دخلت المسجد فی صلات الغداة مع ابن عمر و ابن عباس رضی الله عنهم والامام یصلی، فاما ابن عمر فدخل فی الصف، و اما ابن عباس فصلی الرکعتین، ثم دخل مع الامام.

شرح معانی الاثار(ص:۲۵۷) کتاب الصلاة، باب الرجل یدخل المسجد والامام فی صلاة الفجر

والحاصل أن السنة في سنة الفجر أن يأتي بها في بيته، وإلا فإن كان عند باب المسجد مكان صلاها فيه، وإلا صلاها في الشتوي أو الصيفي إن كان للمسجد موضعان، وإلا فخلف الصفوف عند سارية،

درمختار مع ردالمحتار( ۲/۵۶-۵۷)باب ادراک الفریضة

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close