طهارت او لمونځ

د بیت الخلا‌ء یا د غوجل پر بام لمونځ کول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۶۷۲)

پوښتنه:

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!

وبعد: زماشرعی پوښته دا ده چې د بیت الخلاء یا د پسو یا اوښانو یاغوایو یا د نورو حیوناتو د خونې پر بام لمونځ کول څه حکم لري مکروه دی که نه دی مکروه؟وسلام

زه محمداسلم خان سراج ارزګان څخه ؟


الجواب وبالله التوفیق:

که د بیت الخلاء او د څارویو د غوجل بام پاک وي، یعنې ښکاره نجاست په بام باندې نه وي، لمونځ پرې سهي کیږي.


الدلیل علی ذلک:

کما قال في رد المحتار(1/۶۲۶) فروع سمع المصلي اسم الله تعالي:

(قوله مبسوط على نجس إلخ) قال في المنية: وإذا أصابت الأرض نجاسة ففرشها بطين أو جص فصلى عليها جاز وليس هذا كالثوب…

وكذا الثوب إذا فرش على النجاسة اليابسة؛ فإن كان رقيقا يشف ما تحته أو توجد منه رائحة النجاسة على تقدير أن لها رائحة لا يجوز الصلاة عليه، وإن كان غليظا بحيث لا يكون كذلك جازت. اهـ.

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close