زکات،سرسايه اوعشر

که څوک چاته زمکه په پنځمه ورکړي، عشر پر چا واجبیږي؟

د فتوې شمېره(۶۷۴)

پوښتنه:

زماشرعی پوښتنه دا ده چې یو نفر د بل چا ځمکه کري په پنځمه مثلا پنځمه حصه د بزګرده اوس پوښتنه دا ده چې پر بزګر زکات د پنځمې حصې  سته که نسته؟ او مصرف د ځمکی پر خاوند دي؟ که پدې اړه معلومات راکړئ! والسلام

پوښتونکی: سراج(ارزګان)


الجواب وبالله التوفیق:

کله چې د زمکې څښتن بل چاته زمکه پر نیمایي/ پر پنځمه یا په کمه او زیاته ورکړي، دېته په شریعت کې مزارعت وایي. نو که تخم د مالک لخوا وي، عشر هم د زمکې پر مالک راځي.


الدلیل علی ذلک

الدر المختار وحاشية ابن عابدين: (2/ 335) فروع في زکاة العشر:

(قوله: وفي المزارعة إلخ)

والحاصل أن العشر عند الإمام على رب الأرض مطلقا وعندهما كذلك لو البذر منه ولو من العامل فعليهما.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close