نکاح ، طلاق او کورني مسائل

د پلار د منکوحې(مېرنۍ مور) سره نکاح کول څه حکم لري؟

د فتوې شمېره(۶۷۶)

پوښتنه:

محترم مولوی صاحب دپلار منکوحه زوی په نکاح کولی شی که نه که یی دخول ورباندی کړی وی که یی نوی کړی

ابو یعقوب


الجواب وبالله التوفیق:

د پلار د منکوحې سره نکاح په هېڅ صورت کې جایز نه ده؛ که څه هم دخول یا خلوت صحیحه یې ورسره نه وي کړي.


الدلیل علی ذلک:

وَلا تَنْكِحُوا مَا نَكَحَ آباؤُكُمْ مِنَ النِّساءِ إِلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّهُ كانَ فاحِشَةً وَمَقْتاً وَساءَ سَبِيلاً ( سورة النساء:22)

كابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close