طهارت او لمونځ

د کومو کړنو له امله امام له امامت لرې کیدایشي؟

د فتوې شمېره(۶۷۷)

پوښتنه:

هغه کوم کارونه دي چې ملا امام یې وکړي په هغې سره دی له امامت څخه کیدلی شي؟

او کوم کسان امام له امامت لرې کولی شي؟


الجواب وبالله التوفیق:

کله چې امام د شریعت ضد کارونه کوي، او د کبیره ګناهونو مرتکب وګرځي لکه ږیره له موټي څخه کموي، شراب یا بله نشه کوي، سود کوي، یا دېته ورته نور د شرعې خلاف کارونه کوي، نو داسې څوک امام جوړول مکروه دي او باید له امامته ګوښه شي.

د امامت څخه د ګوښه کیدو حق د جومات له متولیانو سره دی.


الدلیل علی ذلک:

حاشية ابن عابدين (رد المحتار) (۱/ ۵۴۹ـ۵۶۰)

(قوله ويعزل به) أي بالفسق لو طرأ عليه؛ والمراد أنه يستحق العزل كما عملت آنفا…

(قوله وفاسق) من الفسق: وهو الخروج عن الاستقامة، ولعل المراد به من يرتكب الكبائر كشارب الخمر، والزاني وآكل الربا ونحو ذلك، كذا في البرجندي إسماعيل.

وفي المعراج قال أصحابنا: لا ينبغي أن يقتدي بالفاسق.

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close