غير مصنف

که یو پلار په خپل ژوند کې مال جایداد په اولاد تقسیمول غواړي

 

(فتواشمیره: 34)
بسم الله الرحمن الرحيم الحمدلله رب العٰلمين والصّلوة والسّلام على سيّدالمرسلين وعلى آله وصحبه اجمعين
پوښتنه:
حضور ته د محترم جناب مفتي صاحب د دارالا فتاء ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته محترم مفتي صاحب زه په افغانستان کې د لس جريبونو په اندازه حاصل خيزه ځمکه لرم آيا په شريعت محمدي کې زه خپله ځمکه په خپل ژوند کې خپلو زامنو ته تقسيم کولاى شم که نه؟ که تقسيم يې کړم نو فائده او نقصان به يې څه وي يعنې په شريعت کې جواز شته؟ او که نه ؟ بعدالوفاة يې سره چې ميراث ورته ويل کيږي انتظار وکړي . والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته . بينوا توجروا
(حاجي سلیمان له افغانستان څخه)

الجواب وبالله التوفیق

په خپل ژوند کې په خپل اولاد باندې دمال جایداد تقسیمول جایزدي

البته په خپل ژوند کې دمال جایداد تقسیمول  هبه ده

که چرته پلار سره دا خطره  وي چې په دغه جایداد به وارثان دده دوفات نه بعد خپل مینځ کې اختلاف وکړي او شاید بعض محرومه شي یا یو ځوی زورور وي او کیدای شي چې زیاته حصه واخلي نو ددغه وارثان دخپل منځې اختلاف نه دبچ کیدلو لپاره که پلار په خپل ژوند کې تقسیم وکړي ښه خبره ده

 او که څوک په خپل ژوندکې مال په اولاد ددې لپاره تقسیموي  چې بعض ته کمه حصه ورکړي بغیر دکومې وجې نه یعنې کوم وارث ته یې نقصان رسول مقصد وي نو بیا ظلم دی.

البته که د عذر دوجې کوم وارث ته زیاته حصه ورکړي بیا ګناهګارنه دی مثلا یوزوی معذور ، یا قرضدار ، یا یوزوی طالب العلم دی او زیاته حصه ورکړل شي جایزده

دغه شان که یو ځوي فاسق وي او داخطره وي چې دغه مال به په ګناه کې مصرف کړي اوبل ځوي دیندار وي او پلار دیندار اونیک ته زیاته حصه ورکړي او هغه بل ته کمه بیا هم جایز ده بلکې زمونږ احناف علما لیکي که دیو کس داسې اولاد وي چې ټول فاسق وي او دا خطره وي چې دغه مال به دغه اولاد دپلار د وفات نه بعد په ګناه او ناروا کارونو کې خرچ کوي نو بیا په خپل ژوند کې مال صدقه کول پکار دي او اولاد ته یې پریښودل نه دي پکار ، ځکه چې دا دبل چاسره په ګناه کې مدد کول دي.

البته که پلار په ژوند کې تقسیم کوي نو بیا تقسیم هغه وخت صحیح کیږي چې قبضه هم هریو زوی ته ورکړي او که قبضه ورنکړي صرف په نوم یې تقسیم وکړي نو تقسیم نه دی شوی او دوفات نه بعد به بیا دشریعت مطابق دوارثانو مینځ کې تقسیمیږي

او چې قبضه ورکړي نو پلار ته بیا دواپس اخستلو حق نشته البته که غریب او محتاج شي نو نفقه یې په اولاد واجب ده

او که پلار داتقسیم په داسې وخت کې وکړي چې په مرض الموت کې مبتلا وي یعنې داسې مریض وي چې بیا دهمدغه مریضۍ نه وفات شي بیا هم تقسیم نه دی شوی ځکه په مرض الموت کې هبه د وصیت په حکم کې ده او په شریعت کې وارث ته وصیت نه صحیح کیږي

په فتاوا عالمګیري کې دي:

ولو وهب رجل شيئا لأولاده في الصحة وأراد تفضيل البعض على البعض في ذلك لا رواية لهذا في الأصل عن أصحابنا وروي عن أبي حنيفة رحمه الله تعالى أنه لا بأس به إذا كان التفضيل لزيادة فضل له في الدين وإن كانا سواء يكره وروى المعلى عن أبي يوسف رحمه الله تعالى أنه لا بأس به إذا لم يقصد به الإضرار وإن قصد به الإضرار سوى بينهم يعطي الابنة مثل ما يعطي للابن وعليه الفتوى هكذا في فتاوى قاضي خان وهو المختار كذا في الظهيرية رجل وهب في صحته كل المال للولد جاز في القضاء ويكون آثما فيما صنع كذا في فتاوى قاضي خان وإن كان في ولده فاسق لا ينبغي أن يعطيه أكثر من قوته كي لا يصير معينا له في المعصية كذا في خزانة المفتين ولو كان ولده فاسقا وأراد أن يصرف ماله إلى وجوه الخير ويحرمه عن الميراث هذا خير من تركه كذا في الخلاصة ولو كان الولد مشتغلا بالعلم لا بالكسب فلا بأس بأن يفضله على غيره كذا في الملتقط. (عالمګیري کتاب الهبة ټوک ۴ مخ ۳۹۱، رشیدیه)

عن النعمان بن بشير رضي الله عنهما قال: أعطاني أبي عَطِيَةً ، فقالتْ عمرةُ بنتُ رواحَةَ : لا أَرْضى حتَّى تُشْهِدَ رسولَ اللهِ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ ، فأتى رسولَ اللهِ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ فقالَ : إنِّي أَعْطَيْتُ ابْنِي منْ عَمْرَةَ بنتِ رَوَاحةَ عطيَّةً ، فَأَمَرتْني أن أُشْهدكَ يا رسولَ اللهِ ، قالَ : «أعطيتَ سائرَ ولدكَ مثلَ هذا» . قالَ : لا ، قال : «فاتَّقوا اللهَ واعدِلوا بينَ أولادِكُم» . قال : فَرَجَعَ فردَّ عَطِيِّتَهُ »[ رواه البخاري باب: لا يشهد على شهادة جور إذا أشهد (2650)

او په شرح مجله کې دي

( الْمَادَّةُ 861 ) – ( يَمْلِكُ الْمَوْهُوبُ لَهُ بِالْقَبْضِ الْمَوْهُوبَ )

اواعلاء السنن کې دي

وذهب الجمهور الی ان التسویة مستحبة فان فضل بعضا صح (اعلاء السنن ټوک۱۶مخ ۹۶-۹۷ کتاب الهبة)

 

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close