تجارت

پخوانۍ افغانې روپۍ مې قرض اخستې وې اوس هغه بندې شوې دي نو قرض غوښتونکي ته به کومې پیسې ورکوم؟

زما پوښتنه داده چې یوکس ماته پخوانۍ افغانۍ لس لکه قرض راکړې وې اوس په هغې شل کاله تیرشویدې زه هغه پیسې ورکول غواړم نو زه به هغه ته کوم قسم پیسې ورکوم؟

((مستفتي : عبدالله افغانستان))

الجواب وبالله التوفیق

کله چې څوک دچانه قرض پیسې واخلي همغه پیسې ورکول ضروري دي البته که دغه پیسې ختمې شي او حکومت یې بندې کړي او بانکونه یې نه اخلې نو په کوم وخت کې چې دغه پیسې بندیدلې څه قیمت یې و په مقابل د نوو پیسو کې نو همغه قیمت به دموجوده پیسونه ورکوي.

په عنایه شرح دهدایه کې دي:

وَلَوْ اسْتَقْرَضَ فُلُوسًا نَافِقَةً فَكَسَدَتْ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ يَجِبُ عَلَيْهِ مِثْلُهَا… وَعِنْدَهُمَا تَجِبُ قِيمَتُهَا وفی العنایة لَكِنْ عِنْدَأَبِي يُوسُفَ يَوْمَ الْقَبْضِ وَعِنْدَ مُحَمَّدٍ يَوْمَ الْكَسَادِ… فَكَانَ قَوْلُ مُحَمَّدٍ أَنْظَرَ لِلْجَانِبَيْنِ ( وَقَوْلُ أَبِي يُوسُفَ أَيْسَرُ ) العنایة شرح الهدایة کتاب الصرف  .



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close