تجارت
وزني یا عددي شیونه په قرض ورکول !
د فتوې شمېره ( ۲۸۳)
پوښتنه :
ګرانه مفتي صاحب پوښتنه ده خو سره له حوالې به ځواب راکوې
ایا د هغه شي قرض ورکول جایز دی چې د ذوات القیم څخه وي ؟
پوښتونکی : ناصح جان افغاني
الجواب وبالله التوفیق :
کوم شیونه چې مکیلي ( پیمانه کیږي )، وزني او متقارب العدد (شمېرل کیږي ) دي هغه په قرض ورکول جایز دي ، یعنې هر هغه شی چې بېرته یې مثل ورکولی شې لکه غله ، هګۍ ، غوښه یا داسې نور په قرض ورکول یې جایز دی .
الدلیل علی ذلک :
(وصح) القرض (في مثلي) هو كل ما يضمن بالمثل عند الاستهلاك (لا في غيره)
(قوله في مثلي) كالمكيل والموزون والمعدود المتقارب كالجوز والبيض. وحاصله: أن المثلي ما لا تتفاوت آحاده أي تفاوتا تختلف به القيمة فإن نحوه الجوز تتفاوت آحاده تفاوتا يسيرا (قوله لتعذر رد المثل) علة لقوله لا في غيره: أي لا يصح القرض في غير المثلي، لأن القرض إعارة ابتداء،
الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۵ ، مخ : ۱۶۱ ، فصل فی القرض