تجارت
مضاربت څه ته وایي؟ او مضاربت کې تاوان په چا دی؟
(فتواشمیره: 39)
پوښتنه:
محترم مفتی صاحب زما پوښتنه داده چې په تجارت کې مضاربت څه ته وایې؟ او دمضاربت کوم شرایط دی په اسلام کې ؟ . په مضاربت کې که تاوان وشي نو په چا باندې راځي؟
((پوښتنه کونکی : جمعه ګل ننګرهار افغانستان))
الجواب وبالله التوفیق
مضاربت دې ته وايي چې پیسې دیو کس وي او کاروبار ورباندې بل کس کوي او په ګټه کې دواړه شریک وي مثلا دیو په کې نیمه یادریمه یا څلورمه حصه ګټه وي او باقي دبل وي .
په مضاربت کې که تاوان وشي نو که دغه پیسو ګټه نه ده کړې او تاوان وشو نو تاوان د پیسو والا دی څوک چې کارو بار ورباندې کوي په هغه تاوان نشته اګرچې د معاملې کولو په وخت کې یې شرط لږولی و چې په ګټه او تاوان کې به داوړه سره شریک یو ، اوکه دغه پیسو ګټه کړې وي نو د دغه ګټې نه به تاوان پوره کیږي او که ګټه دوی تقسیم کړې وي هغه به بیا واپس کیږي او تاوان به ورنه پوره کیږي او که تاوان ددې نه هم زیات شوی وي نو بیا نو چې څومره زیات شوی وي هغه به د اصل سرمایې والا وي یعنې چې پیسې دچادي تاوان به دهغه وي په مضارب یعنې کاروبارکونکي باندې دغه اضافي تاوان نشته .
په هدایه کې دي:
قال: “المضاربة عقد على الشركة بمال من أحد الجانبين” ومراده الشركة في الربح وهو يستحق بالمال من أحد الجانبين “والعمل من الجانب الآخر”. هدایه ټوک 3 مخ 257شرکت علمیه.
“وما هلك من مال المضاربة فهو من الربح دون رأس المال”…”فإن زاد الهالك على الربح فلا ضمان على المضارب” لأنه أمين “وإن كانا يقتسمان الربح والمضاربة بحالها ثم هلك المال بعضه أو كله ترادا الربح حتى يستوفي رب المال رأس المال” هدایه ټوک 3 مخ 266 شرکت علمیه.