نکاح ، طلاق او کورني مسائل

دلیور نه پرده شته او کنه؟

(فتواشمیره:40)

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:

زما پوښتنه داده چې ښځه به د لیور او سخر نه ستر او پرده کوي او که نه ؟ او د ستر او پردې حدود او اندازه هم راته ووایاست؟

((پوښتنه کونکی: نیازعلي خان افغانستان))

الجواب وبالله التوفیق

دسخر نه ستر او پرده نشته البته که د سخر نه دفتنې خطره وي نو بیا ستر او پرده پکارده او لیورخو غیر محرم دی لهذا دلیورنه هم داسې ستر او پرده ضروري ده لکه چې څرنګه عامو خلکو نه دیوې ښځې ستر ضروري دی .

ددې وجې نه دلیور سره بلاضرورته خبرې کول ، خندا کول ، یوازې ورسره کیناستل او یاهم په سفر ورسره  تلل  ناجائز دي .

دښځې د مخ او لاسونو اوقدمونو نه علاوه ټول بدن عورت  دی نو که په لمونځ کې مخ ، لاس او یا قدم ښکاري لمونځ کیږي .

د پردیو (نامحرم) خلکو نه د ښځې مخ پټول ( سدا للذرائع ) ضروري دي ځکه  چې دفتنې خطره په کې زیاته ده .

په بخاري شریف کې دي:

عن عقبة بن عامر أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال إياكم والدخول على النساء فقال رجل من الأنصار يا رسول الله أفرأيت الحمو قال الحمو الموت (بخاري باب لایخلون رجل بامر‌أة )

او شامي کې دي:

( وللحرة ) ولو خنثى ( جميع بدنها ) حتى شعرها النازل في الأصح ( خلا الوجه والكفين ) فظهر الكف عورة على المذهب ( والقدمين )(وَتُمْنَعُ) الْمَرْأَةُ الشَّابَّةُ (مِنْ كَشْفِ الْوَجْهِ بَيْنَ رِجَالٍ) لَا لِأَنَّهُ عَوْرَةٌ بَلْ (لِخَوْفِ الْفِتْنَةِ) كَمَسِّهِ وَإِنْ أَمِنَ الشَّهْوَةَ لِأَنَّهُ أَغْلَظُ (شامي ټوک 2 باب شروط الصلاة)

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close