ذبحه،قرباني،عقيقه

ايا ښځه څاروی ذبحه کولای شي او کنه؟

(فتوا شمیره:43)

جناب مفتي صاحب زمونږ په علاقه کې ښځې چرګې نه ذبحه کوي او وایې چې د ښځو ذبیحه جایز نه ده دا خبره څومره صحیح ده ؟ داسلامي شریعت په رڼا کې ځواب راکړئ. مننه .

((پوښتنه کونکی: عبد الرحمن – ننګرهار افغانستان))

الجواب وبالله التوفیق

د هر مسلمان ذبیحه (څاروی ذبحه کول) جواز لري که هغه نر وي که ښځه او یا ماشوم چې په ‌ذبحه پوهیږي اوچې ذبحه وکړي بغیر دکوم کراهیة نه دهغې خوړل روا دي. او داغلطه مشهوره ده چې دښځې لپاره د څاروي ذبحه کول روانه دي .

نبي کریم صلی الله علیه وسلم دداسې څاروي غوښه خوړلې ده چې ښځې حلال کړی و .

مسندامام ابوحنیفه کې دي :

“ابوحنیفة عن حماد عن إبراهيم عن علقمة عن ابن مسعود قال: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أكل من ذبيحة امرأة” أي مسلمة لقوله عليه الصلاة والسلام: “ذبيحة المسلم حلال” رواه أبو داود في مراسيله وقد أجمعوا على تحليل ذبيحة المسلم العاقل الذي يمكن منه الذبح سواء في ذلك الذكر والأنثى. (شرح مسندامام ابي حنیفة لملاعلی القاري)

او په بخاري شریف کې دي:

عن نافع عن رجل من بني سلمة أخبر عبد الله أن جارية لكعب بن مالك ترعى غنما له بالجبيل الذي بالسوق وهو بسلع فأصيبت شاة فكسرت حجرا فذبحتها به فذكروا للنبي صلى الله عليه وسلم فأمرهم بأكلها (صحیح البخاري باب ما أنهر الدم من القصب والمروة والحديد)

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close