طهارت او لمونځ

په جای نماز باندې د کعبې مبارکې يا د روضې مبارکې عکسونه وي څه حکم لري؟

(فتوا شمیره:45)

پوښتنه :
السلام عليکم:
پر جای نماز باندې دکعبې مبارکې اوياروضې مبارکې عکسونه وي چى ترپښولاندې کيږي ايا دا عمل دمتبرکو اماکنو بې عزتي نه کيږى که څنګه؟ دجواب په هيله والسلام .
(احمد بریالی – هلمند افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق:
دې کې خو شک نشته چې پر موږ او تاسو باندې د مقدسو اماکنو احترام کول لازمي دي . نو داسې عمل کول چې د مقدسو اماکنو بې عزتی او اهانت پکې راځي د يو مسلمان لپاره جايز نه دي.

نو که چیرته يو څوک د کعبې مبارکې يا د روضې مبارکې اهانت په خاطر داسې کار کوي نو دا نده جايز ، اما که چیرته د اهانت او بی عزتي يې مقصود نه وي نو د داسې جای نماز په جوړولو کې چې په هغه کې د کعبې مبارکې يا د نورو مقدسو اماکنو عکسونه وي هیڅ باک نشته. او نه دې سره د کعبې مبارکې بې عزتي راځي ، ځکه چې تصوير حکم د عين شی نه لري. او دوهم دا چې که يو څوک په خانه کعبه کې مونځ وکړي نو هلته هم د خانه کعبه مبارکه ځمکه د پښو لاندې کيږي او دې ته هيڅ څوک د کعبې مبارکې بې عزتي نه واي.

(فتاوی محموديه ج ۶ ص ۶۷۰و ۶۷۱ باب مایفسد الصلاة و ما يکره فيها )
وَلَوْ صَلَّى فِي جَوْفِ الْكَعْبَةِ أَوْ عَلَى سَطْحِهَا جَازَ إلَى أَيِّ جِهَةٍ تَوَجَّهَ (العالمګیريه الْفَصْلُ الثَّالِثُ فِي اسْتِقْبَالِ الْقِبْلَةِ ج ۱ ص ۲۱ , الدر المختار باب الصلاة فی الکعبة ۲/۲۵۴ و التاتارخانيه ۱/۴۲۶)
سره د دې په دې ځای کې بله مهمه مسئله دا هم ده چې په داسې جای نماز باندې چې د کعبې مبارکې يا د نورو مقدسو اماکنو عکسونه يا د بل يو شي عکس او نقش و نګار پکې وي مونځ څنګه دی؟
دې باره کې فقهاو ليکلي دي چې :
۱: په ټولو کې ښه دا ده چې جای نماز ساده وي هيڅ نقش و نګار يا عکسونه ورباندې نه وي. (فتاوی المحموديه)
۲: که چرته په جای نماز باندې د ذی روح شيانو عکسونه وي يا د کعبې مبارکې د عکس سره د انسانانو عکسونه او تصويرونه هم وي يا د داسې شيانو عکسونه وي چې کافران د هغو عبادت کوي او دا عکسونه د سجدې پر ځای يا مخکې طرف ته وي نو په داسې جای نماز باندې مونځ مکروه تحريمی دی.
۳: او که چیرته په جای نماز باندې د غير ذی روح شيانو عکسونه يا نقش و نګار وي نو مونځ په دې ګمان چې خشوع او خضوع له منځه وړي مونځ ورباندې مکروه تنزيهی دی.
حواله جات
۱: ( أَوْ لِغَيْرِ ذِي رُوحٍ لَا ) يُكْرَهُ لِأَنَّهَا لَا تُعْبَدُ وَخَبَرُ جِبْرِيلَ مَخْصُوصٌ بِغَيْرِ الْمُهَانَةِ كَمَا بَسَطَهُ ابْنُ الْكَمَالِ (الدر المختار باب ما يفسد الصلاة و ما يکره فيها ج ۱ ص ۶۴۹ ، البحر الراېق ج ۲ ص ۴۸ و عنية المستملي شرح منية المصلي ص ۳۵۹)
۲: ( وَلَا بَأْسَ بِنَقْشِهِ خَلَا مِحْرَابَهُ ) فَإِنَّهُ يُكْرَهُ لِأَنَّهُ يُلْهِي الْمُصَلِّي .وَيُكْرَه التَّكَلُّفُ بِدَقَائِقِ النُّقُوشِ وَنَحْوِهَا خُصُوصًا فِي جِدَارِ الْقِبْلَةِ. (الدر المختار شرح تنوير الأبصار في فقه مذهب الإمام أبي حنيفة رح)
۳: أي فيخل بخشوعه من النظر إلى موضع سجوده ونحوه وقد صرح في البدائع في مستحبات الصلاة أنه ينبغي الخشوع فيها ويكون منتهى بصره إلى موضع سجوده الخ وكذا صرح في الأشباه أن الخشوع في الصلاة مستحب والظاهر من هذا أن الكراهة هنا تنزيهية فافهم (حاشية رد المختار على الدر المختار شرح تنوير الأبصار فقه أبو حنيفة)
۴: ( قَوْلُهُ وَلُبْسُ ثَوْبٍ فِيهِ تَصَاوِيرُ ) لِأَنَّهُ يُشْبِهُ حَامِلَ الصَّنَمِ فَيُكْرَهُ وَفِي الْخُلَاصَةِ وَتُكْرَهُ التَّصَاوِيرُ عَلَى الثَّوْبِ صَلَّى فِيهِ أَوْ لَمْ يُصَلِّ ا هـ . وَهَذِهِ الْكَرَاهَةُ تَحْرِيمِيَّةٌ (البحر الرائق شرح كنز الدقائق)
۵: تصوير ما لا روح فيه من الجمادات والأشجار ونحوها ، لا حرج فيه ، ويدخل في ذلك تصوير الكعبة والأماكن المقدسة ، إذا خلت من صور الآدميين .
لكن لا ينبغي للمصلي أن يكون أمامه أو في سجادته شيء من التصاوير ؛ لئلا ينشغل بها ، وقد روى البخاري (373) ومسلم (556) عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَّى فِي خَمِيصَةٍ لَهَا أَعْلَامٌ فَنَظَرَ إِلَى أَعْلَامِهَا نَظْرَةً فَلَمَّا انْصَرَفَ قَالَ اذْهَبُوا بِخَمِيصَتِي هَذِهِ إِلَى أَبِي جَهْمٍ وَأْتُونِي بِأَنْبِجَانِيَّةِ أَبِي جَهْمٍ فَإِنَّهَا أَلْهَتْنِي آنِفًا عَنْ صَلَاتِي وَقَالَ هِشَامُ بْنُ عُرْوَةَ عَنْ أَبِيهِ عَنْ عَائِشَةَ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كُنْتُ أَنْظُرُ إِلَى عَلَمِهَا وَأَنَا فِي الصَّلَاةِ فَأَخَافُ أَنْ تَفْتِنَنِي
فكراهة الصلاة على هذه السجاجيد المنقوشة والمزركشة ، لأجل ما يترتب عليها من شغل المصلي وإلهائه ، لا لأجل ما ذكر في السؤال من امتهان الأماكن المقدسة بوطئها ، فالذي يظهر أنه لا امتهان في هذا ، بل هذه السجاجيد يعتني بها أصحابها ، ويجعلون موطئ أقدامهم الجزءَ الخالي من الصورة غالبا . (تكملة فتاوى الموقع) والله اعلم بالصواب



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close