نکاح ، طلاق او کورني مسائل

که يوه ښځه خپلې خور ته شیدې ورکړي نو ددې ښځې زوی د ورور لور سره نکاح کولای شي؟

(فتواشمیره: 47)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

یوه ښځه ده چې خپلې نسبي خور ته یې د خپلې سینې شیدې ورکړي، یعنې خپله نسبي خور یې رضاعي لور وګرځوله. اوس پورتنۍ ښځه غواړي چې خپل زوی ته خپله ورېره چې د همدې ښځې او د دې ښځې د خور دواړو ورېره ده، په نکاح وغواړي، نو آیا دا نکاح جایز ده او کنه؟

(پوښتنه کونکی: هلال افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

په رضاعت او شیدو ورکولو کې اصول دادي چې کومه ښځه کوم ماشوم ته شیدې ورکړي نو شیدې ورکونکې ښځه د ماشوم مورشوه او او دهغه اولاد یې رضاعي خویندې ، وروڼه شول او دشیدې څکونکي له طرفه حرمت صرف دغه ماشوم ته او که لوی شي او واده وکړي نوبیا ښځې او ددوی اولاد ته شاملیږي ، دشیدو څکونکي ورو ڼو خویندو طرفته حرمت نه منتقل کیږي داقاعده فقها کرامو په فارسي ژبه کې داسې لیکلې:

ازجانب شیرده همه خویش شوند            وازجانب شیر خوار زوجین وفروع

نوپه ذکرشوي صورت کې صرف چې چا شیدې څکلي دي هغه خور دمشرې خور داولاد ترور هم ده او رضاعې خورهم ده او دکشرې خوراولاد دمشرې خور د بچیانو رضاعې خوریونه کیږي نو نکاح ورسره صحیح نه ده البته د کشرې خور (شیدې څکونکې) بلې خور یاورور سره د دغه شیدو سکلو د وجې هیڅ حرمت نه راځي . نو دبل ورور د لور سره دمشرې خور د زوی نکاح صحیح ده لکه څنګه چې دکشرې خور دزوی نکاح ورسره صحیح ده.  ځکه چې صرف د ماما لور یې ده د رضاعت کوم تعلق ورسره نشته او دماما لور سره نکاح روا ده.

الله تعالی فرمایي:

(يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ …الایة ) سورة احزاب ایت 50.



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close