نکاح ، طلاق او کورني مسائل

دسکایف او ویډیو یي رابطې په واسطه نکاح کول

(فتوا شمیره: 53)

السلام علیکم مفتي صاحب:

زما سوال دا دی چې دسکایپ او یا ویډویي رابطې سره چې جينۍ او هلک او هم شاهدان یو بل ته ښکاري د نکاح مجلس جوړ شي ، نو آیا دا نکاح صحیح ده او که نه ؟

(پوښتنه کونکی: قطب الدین – غزنی)

الجواب وبالله التوفیق

په نکاح کې ایجاب ،قبول ارکان دي او حضور ددوه شاهدانو سړیو یا د یو سړي او دوه ښځو په مجلس دنکاح کې شرط دی، ایجاب قبول بغیر د حضور دشاهدانو څخه نه صحیح کیږي.

په موبایل نکاح په دوه قسمه ده:

۱- صرف دموبایل په اواز چې ویډیو ورسره نه وي.

۲- دویډیو په ذریعې سره چې یوبل ته ښکاري .

په اول صورت کې چې کله په موبایل ایجاب قبول کیږي نو کوم جانب چې د شاهدانو په مجلس کې نشته هغه مجهول دی او صرف دموبایل په اواز باندې پیژندل مشکوک وي ځکه اواز بدلیدلای شي او بالخصوص نن سبا داسې سافټویر شته چې دسړي اواز په ښځه بدلوي او دښځې اواز دسړي په اواز بدلوي نو دجهالت دوجې دغه رنګه نکاح کول صحیح نه دي .

په المحیط البرهاني کې دي:

في «فتاوى أبي الليث» رحمه الله: رجل قال لقوم: اشهدوا أني تزوجت هذه المرأة التي في هذا البيت فقالت المرأة: قبلت، فسمع الشهود مقالتها ولم يروا شخصها، فإن كانت في البيت وحدها جاز النكاح؛ لأنه لا جهالة، وإن كانت معها في البيت أخرى لم يجز؛ لأن الجهالة ممكنة، وكذلك لو وكّلت المرأة رجلاً فسمع الشهود قولها ولم يروا شخصها فهو على ما ذكرنا من الوجهين، وفي «شهادات الفتاوى»: رجلٌ زوج ابنته ورجل في بيت وقوم في بيت آخر يسمعون التزويج، ولم يشهدوهم، إن كان من هذا إلى ذلك البيت كوّة رأوا الأب منها تقبل شهادتهم، وإن لم يروا الأب لم تقبل شهادتهم. (المحیط البرهاني الفصل السابع فی الشهادة فی النکاح)

او مفتي محمد تقي عثماني صاحب فرمايي چې په ټلیفون باندې نکاح کولو کې د شاهدۍ شرعي اصول نشي مراعات کیدلای نو نکاح جایز نه ده .

(فتاوا عثماني ټوک دوهم مخ 305 کتاب النکاح )

اګر چې بعضې معاصر فقهاو دجواز فتوا ورکړې ده خو احتیاط په عدم جواز کې دی ځکه چې نکاح یوه مهمه مسئله ده چې دې سره ډیر حقوق تړلي وي .

او که یو جانب دټیلیفون په ذریعه څوک وکیل ونیسي او هغه وکیل ددغه هلک یا نجلۍ له طرفه په مجلس د شاهدانو کې ایجاب او قبول وکړي بغیر دشک او شبهې نه جایزده ، او دابهتره طریقه ده.

اودوهم صورت کې چې کله په سکایف یا د نورو سافټویرو په ذریعه چې یوبل ته ښکاري او ایجاب او قبول وکړي او شاهدان په مجلس کې موجود وي نو بیا جواز لري ، ځکه چې شاهدان په خپله شاهدۍ باندې مطمئن دي او دجهالت کومه خبره په کې نشته.

اوبیاهم که یو جانب لکه نجلۍ مثلا یو څوک وکیل ونیسي او هغه وکیل په مجلس د شاهدانو کې ایجاب قبول وکړي دابهتره ده.

 

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close