متفرق مسائل
په نسوارو او سګرټو سره اودس ماتیږي او کنه ؟
(فتوا شمیره: 54)
پوښتنه:
په نسوارو او سګریټو سره اودس ماتیږي او کنه؟ مننه
(زیارت ګل – افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
دنسوارو اوسګریټو استعمال اګر چې مکروه دی ، خو د اودس تعلق دنشې سره دی ، نو په نشه اودس ماتیږي؛ چې کله نشه زیاته وي. یعنې دانسان په خبرو ، حرکاتو وغیره افعالو باندې اثر وکړي او که داسې نشه نه وي بلکه په خبرو پوهیږي ، حرکات ، سکنات يې د معمول مطابق وي نو بیا ورباندې اودس نه ماتیږي .
په دې کې شک نشته چې څوک دنسوارو او سګریټو عادي وي نو داسې نشه نه وي چې اودس ورباندې مات شي . خوبیا هم مسواک استعمالول پکاردي ترڅو دخولې نه هغه بدبويي ختمه شي ځکه هرهغه کس چې اوګه یابل کوم داسې څیز یې خوړلی وي چې له خولې نه یې بوی خیژي ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ، مسجد ته دراتللو څخه منعه کړیدي.
دبخاري او مسلم شریف حدیث دی:
عن أبي الزبير عن جابر قال نهى رسول الله {صلى الله عليه وسلم} عن أكل البصل والكراث فغلبتنا الحاجة فأكلنا منها فقال من أكل من هذه الشجرة الخبيثة فلا يقربن مسجدنا فإن الملائكة تتأذى مما يتأذى منه الإنس .
البته کوم کس چې اول ځل نسوار او یا سګریټ استعمال کړي نو که داسې نشه شي چې په ځان نه پوهیږي یا اندامونو کې یې داسې سستي راشي چې کنټرول کولای یې نشي نو بیا یې اودس مات دی ، او که داسې اثر یې نه وي بیا اودس نه ماتیږي.
قوله ( وينقضه إغماء ) هو كما في التحرير آفة في القلب أو الدماغ تعطل القوى المدركة والمحركة عن أفعالها مع بقاء العقل مغلوبا نهر .
قوله ( ومنه الغشي ) بالضم والسكون تعطل القوى المحركة والحساسة لضعف القلب من الجوع أو غيره.
(شامي ټوک 1 مخ 274)