طهارت او لمونځ
که څوک په لمونځ کې وي او زنګ ورته راشي نو څه کول پکار دي؟
(فتوا شمیره:56)
پوښتنه:
مفتی صاحب لمونځ کې چې موبایل ته زنګ راشي او په جومات کې د امام شاته ولاړ یم او ټول خلک ورنه تنګ شي ، نو موبایل سره څه وکړم ؟ که بندوم یې لمونځ خرابیږي او که نه یې بندوم خلک پرې تنګیږي.
(پوښتنه کونکی: وزیرجان – کابل افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
ښه خبره داده چې دلمونځ نه مخکې موبایل بند یا خاموش کړای شي ، خو بیا هم که داسې ونشي او دلمونځ په دوران کې زنګ راشي نو که په یو لاس سره موبایل بندیدلای یا خاموش کیدای شي نو اجازت شته البته په دواړه لاسه موبایل نشي بندولای ځکه بیا لمونځ خرابیږي .
خلاصة الفتاوی کې دي:
والاصل فی هذا ان مایحصل بید واحدة فهو قلیل وما یحصل بیدین فهو کثیر.
(خلاصة الفتاوی ټوک 1 مخ 130)