غير مصنف
ایا په چرسو څکلو اودس ماتیږي او کنه ؟
(فتوا شمیره:58)
پوښتنه:
مفتي صاحب زما پوښتنه دا ده چې په چرسو باندې چه سړی سخت نیشه کوي اودس ماتیږي ؟
(پوښتنه کونکی: خاورین . ګردیز)
الجواب وبالله التوفیق
په دې کې شک نشته چې چرس څکل حرام دي البته د اودس تعلق دنشې سره دی ، نو که چرس سړی داسې نشه کوي چې په عقل غلبه راولي او په اعضاو کې ورسره سست والی راځي او په بدن یې کنټرول نه وي تر دې چې په هوا خارجیدلو سره دغه کس ته احساس نه کیږي نو اودس ماتیږي او که داسې نه وي نو بیا اودس نه ماتیږي.
( ويحرم أكل البنج والحشيشة ) هي ورق القنب ( والأفيون ) لأنه مفسد للعقل ويصد عن ذكر الله وعن الصلاة ( لكن دون حرمة الخمر فإن أكل شيئا من ذكل لا حد عليه وإن سكر ) منه ( بل يعذر بما دون الحد ) كذا في الجوهرة (شامي ټوک 6 مخ 75)
قوله ( وينقضه إغماء ) هو كما في التحرير آفة في القلب أو الدماغ تعطل القوى المدركة والمحركة عن أفعالها مع بقاء العقل مغلوبا نهر .
قوله ( ومنه الغشي ) بالضم والسكون تعطل القوى المحركة والحساسة لضعف القلب من الجوع أو غيره.
(شامي ټوک 1 مخ 274)