زکات،سرسايه اوعشر
درجب په میاشت کې زکات ورکول
(فتوا شمیره:59)
محترم مفتي صاحب په رجب میاشت کې د زکات ورکول څومره ثواب لری؟ دلته ډیر خلک د رجب په میاشت کې زکاتونه ورکوي.
(پوښتنه کونکی:عبدالعزیز – لوګر – افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
کله چې یو کس د نصاب خاوند شي نو دهغه وخت نه وروسته چې کله یو قمري (سپوږمیز) کال پوره شي او نصاب ورسره پوره وي نو زکوة ادا کول فرض ګرځي ، دا که هره میاشت وي رجب وي او که بله میاشت ، او درجب میاشت دزکات ورکولو لپاره په شریعت کې متعینه نه ده. او داعقیده ساتل چې درجب په میاشت کې زکات ورکول ډیر ثواب لري صحیح نه ده. او که دبعضې مصالحو په اساس یوه میاشت متعینه شي بیا جایزده .
و أما الزكاة فقد اعتاد أهل هذه البلاد إخراج الزكاة في شهر رجب و لا أصل لذلك في السنة و لا عرف عن أحد من السلف و لكن روي عن عثمان أنه خطب الناس على المنبر فقال : إن هذا شهر زكاتكم فمن كان عليه دين فليؤد دينه و ليزك ما بقي خرجه مالك في الموطأ و قد قيل : إن ذلك الشهر الذي كانوا يخرجون فيه زكاتهم نسي و لم يعرف و قيل : بل كان شهر المحرم لأنه رأس الحول (لطائف المعارف لابن رجب مخ 211)