طهارت او لمونځ

په اودس کې د مسواک په ځای برش استعمالول

(فتوا شمیره:60)

پوښتنه:

محترم مفتي صاحب سوال دا دی چې که څوک د مسواک په ځای برش استمال کړي نو ثواب ورته شته که نه؟

(پوښتنه کونکی: اسلام الدین – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

په اودس کې دمسواک استعمال سنت موکد دی ، او نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي :

السواک مطهرة للفم ومرضاة للرب.

مسواک د خولې د پاکوالي او دالله تعالی دخوشحالولو ذریعه ده.

په اودس کې دلرګي مسواک استعمالول پکار دي ، او که د لرګي مسواک نه وي نو چونکه مقصود دمسواک نه د غاښونو پاکول دي نو هر هغه څیز چې هغې سره غاښونه پاکیږي جواز لري لکه برش ، ګوته وغیره خو بیا هم د لرګي مسواک استعمال ثواب ډیردی ،.

(والسواك) سنة مؤكدة كما في الجوهرة عن المضمضة، وقيل قبلها، وهو للوضوء عندنا إلا إذا نسيه فيندب للصلاة كما يندب لاصفرار سن وتغير رائحة وقراءة قرآن،…..وعند فقده أو فقد أسنانه تقوم الخرقة الخشنة أو الاصبع مقامه (شامي ټوک 1 مخ 115 سنن الوضوء)

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close