ميراث او وصيت
دمور په ژوند کې دمور حصه له ماماګانو څخه غوښتل
(فتوا شمیره: 61)
پوښتنه:
السلام علیکم:
ایا زه له ماما ګانو څخه د مور برخه میراث اخیستی شم په داسی حال کې چی زما د مور زړه نه ده چی یې واخلي ؟
(مستفتي: امین الله)
الجواب وبالله التوفیق
له ماماګانو څخه دمیراث حصه اخستل د مور حق دی تر څو پورې چې مور ژوندۍ وي ، او کله چې مور وفات شي دغه دمور حق بیا ورثه و ته منتقل کیږي .
نو په یاد شوي صورت کې تاسو نشی کولای چې دمور په ژوند کې دمور حصه له ماماګانو څخه وغواړۍ ، البته دمور د وفات نه وروسته تاسو کولای شۍ چې حصه واخلۍ .
په سراجي کې دي:
وهذا يبتني على أصلين أحدهما أن كل من يدلي إلى الميت بشخص لا يرث مع وجود ذلك الشخص سوى أولاد الأم فإنهم يرثون معها لانعدام استحقاقها جمیع التركة (السراجي مخ 17)