طهارت او لمونځ
كوم غاښ چې ډک کړلی شي نو اودس او غسل ورسره کیږي که نه ؟
(فتوا شمیره: 65)
پوښتنه:
كوم غاښ چې ډک کړلی شي نو اودس او غسل ورسره کیږي که نه ؟
(پوښتنه کونکی: مهربان علی – غزنی- افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
فقهاو ليکلي دي د غسل په باب کې حرج او تکليف بالفعل معتبر دی . اګر که د دغه حرج لرې کول ممکن وي مګر په لرې کولو کې يې اوس مهال بالفعله حرج او تکليف وي
صاحب السعايه ليکي.
«ان المعتبر فی باب الغسل وجود الحرج و عـدمه بالفعل لا امکان ازالته و عدمه، ألا تـری الي انه لایـجب عـلی المـرأة نقض ضفائـرها، للحرج فی ذالك مع امكان ازالته کما لایخفی».(السعايه شرح شرح الوقاية: 1/285)
نو حاصل دا شو چې که چرته څوک د ضرورت له وجې خپل غاښونه ډک کړي نو د غاښ ډکولو او پوښولو يا کرولو څخه ورسته اودس او غسل دواړه صحي دي لکه د غسل پر مهال د ښځو د پاره د کوڅيو خلاصول ، د ګوتو د نوکانو لاندې د خيرو پاکول او او د چاودو غوړول و غيره ځکه دا يو ضرورت دی او په لرې کولو کې يې بالفعله تکليف او حرج دی
پاتې دې نه وي په کومو کيمياوي موادو چې غاښ ډک شوی وي د دغو موادو بيخ ته د ابو رسول هم امکان نه لري . مګر بيا هم اودس او غسل ورسره صحيح دی ځکه په غاښونو کې چې کوم خوراکي شی بند وي له هغه سره غسل کيږي .
«والفتوی علی أنه ان كان بیناسنانه شیء من الطعام ولم یصل الماء تحته فی غسل الجنابة جاز، کذا فیالخلاصة».(السعاية: 1/125)
«السعاية» شـرح «شـرح الوقایة» کې ليکل شوي دي
«وکذا الصبغ بالحناء فالحاصلأن المعتبرفی هذا الحرجفاذا ادّهن فأمرالماء فلم یصل یجزی، علیأن المعتبر في بـاب الغسـل وجود الحرج و عدمه بالفعل، لا امکان ازالته و عدمه، ألا تری الي أنه لا یجب علی المرأة نقض ضفائرها للحرج ذلك معامکان ازالته، کما لا یخفی«.(كتاب السعاية: 1/258 و الفظ له و كذا في رد المحتار: 1/114 بهذا المعني.)
همداراز ” و لو انكسرظفره فجعل عليه دواء او علكا فان كان يضره نزعه مسح عليه و ان ضره المسح تركه (العالمګيريه:1/35)
دلته يوه بله مسئله هم د بيانولو وړ ده او هغه دا چې د غاښ ډکولو په وخت کې اودس لرل يا د جنابت څخه پاکېدل ضروري او که نه ؟
دې باره کې فقهاو ليکلي دي : غاښ ډکولو په وخت کې اودس لرل او نه لرل څه ضروري ندي خو دا چې جنوب وي او بيا غاښ پوښوي په دې اړه فقهاو ليکلي دي د جنابت په حالت کي که څوک غاښ ډک کړي وروسته چي غسل وکړي غسل ئې صحیح دی، خو بهتره داده چي د غاښ ډکولو څخه مخکي خوله پريمنځي یا غسل وکړي بیا غاښ ډک کړي
١): و حکی عن الفقیه أبی جعفر رحمة الله أنه اذا بلغ البلل نواحی الفم حیث ما یبلغ اذا تمضمض یجوز ، و ما لا فلا.الفتاوي التاتارخانیة: ج۱، ص۲۷۷، کتاب الطهارة ، الفصل: ۳ فی الغسل.
۲): غسل فمه و أنفه بالمضمضة والاستنشاق، لأن محل المضمضة والاستنشاق من جملة البدن، و قد جاء الأمر تبطهیر جمیع البدن، فعن علی رضی الله عنه مرفوعاً، من ترک موضع شعرة من جنابة لم یغسلها، فعل به کذا و کذا من النار. الفقه الحنفی فی ثوبه الجدید: ج۱، ص۱۰۵، الغسل المسنون، مکتبة دارالقلم.