نکاح ، طلاق او کورني مسائل
ایا ولور مهر کې حساب دی؟
(فتوا شمیره: 64)
پوښتنه:
ولور خو مهر کې حسابیږي نو ولې نا روا ورته وایاست؟ او که د مهر او ولور تر منځ توپیر وي نو واضح یې کړئ.
(پوښتنه کونکی: عبدالرحمن – افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
دولور او مهر مینځ کې ښکاره توپیردی ، عام خلکو نه هم که پوښتنه وشي نو وضاحت یې کولای شي. دبیلګې په توګه:
ولور هغه پیسې وغیره دي چې کوم دنجلۍ په عوض کې پلار یا ورور اخلي او مهر هغه دی کوم چې دنکاح په وخت کې مقرر شي او نجلۍ ته ورکول کیږي.
دمهر د قبضه کولو حق نجلۍ ته ثابت دی او ولور قبضه کول پلار یا ورور وغیره خپل حق بولي.
دولور اخستونکي باره کې ډیرو ځایونو کې ویل کیږي چې خپله لور یې په دومره پیسو خرڅه کړه او دمهر باره کې څوک داخبره نه کوي .
کومو ځایونو کې چې ولور اخستل کیږي هلته دنکاح په وخت کې جدا مهر مقرر کیږي ، نو که ولور مهر وي نو بیا د نکاح په وخت کې دمهر مقرر کولو څه ضرورت دی؟
دولور فیصله په اکثر ځایونو کې مخکې کیږي او دمهر فیصله دنکاح په وخت کيږي او دنکاح په وخت کې همدغه پیسې یادیږي.
ولور اخستل حرام دي او مهر مقررول په نکاح کې ضرور دي ،
دغه رنګه زوم نه دلور په واده کې خوړه اخستل یعنې چې دنجلۍ په کور کې چې کوم میلمانه راځي هغوی ته د ډوډۍ مصارف په زوم اچول داهم ناروا دي او که زوم یې په خپله خوښه کوي بغیر دکوم جبر نه نو بیا جواز لري.
علامه شامي رحمه الله لیکي :
قال العلامۃ الحصکفی: اخذ اهل المرأۃ شیئا عند التسلیم فللزوج ان یستردہ لانه رشوۃ، قال ابن عابدین: ای بان ابی ان یسلمها اخوها او نحوہ حتی يأخذ شیئا وکذا لو ابی ان یزوجها فللزوج الاسترداد قائما او هالکا لانه رشوۃ۔ (الدرالمختار مع ردالمحتار۲:۳۹۷ قبیل مطلب فی دعوی الاب ان الجهاز عاریة)