نکاح ، طلاق او کورني مسائل

که څوک خپلې ښځې ته په غصه کې طلاق ورکړي او بیا پښیمانه شي.

(فتوا شمیره: 66)

پوښتنه:

که څوک خپلې ښځې ته په غصه کې ووایي چه طلاقه یې او بیا پښیمانه شي نو طلاق کیږي که نه؟

(پوښتنه کونکی: عبدالله – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

سړی چې کله خپلې ښځې ته ووايي چې طلاقه یې نو طلاق واقع کیږي سړی غصه وي او که نه وي ځکه خلک په خوشحالی کې خپلې ښځې ته طلاق نه ورکوي ، غصه شي نو طلاق ورکړي .

کله چې څوک خپلې ښځې ته لفظ دطلاق استعمال کړي نو که یو ځل لفظ دطلاق استعمال شي نو یو طلاق واقع کیږي او که دوه ځل استعمال شي نو دوه طلاقه واقع کیږي او که درې ځل استعمال شي او یا خپلې ښځې ته ووایي چې په درې طلاقو طلاقه یې نو بیا درې طلاقه واقع کیږي .

دیو طلاق او دوه طلاقو نه وروسته رجوع صحیح کیږي چې تر څو عدت (درې حیضونه او که حیض یې نه راځي درې میاشتې او که حامله وي چې بچی یې پیداشي) پوره شوی نه وي ،

درجوع کولو مطلب داچې ووایې ماخپلې ښځې ته رجوع وکړه او یا په خوله څه ونه وایي خو ښځې سره صحبت او کوروالی وکړي په دواړو صورتونو کې رجوع کیږي ، دبیا نکاح کولو ضرورت نشته ، البته دومره خبره ده چې که یوطلاق یې ورکړی وي نو ده سره نور دوه طلاقه پاتې شول او که دوه یې ورکړل نو بیا صرف دیو طلاق اختیار ورسره پاتې شو.

او که  عدت تیر شوی وي نو بیا نکاح نوې کول ضروري دي ، بغیر دنکاح نوي کولو نه ښځې سره یوځای کیدل روا نه دي .

او که یو کس خپلې ښځې ته درې طلاقه ورکړي نو دیته طلاق مغلظ وایي ، په دې صورت کې خاوند ښځې ته رجوع نشي کولای ، نه په خولې سره نه په صحبت کولو سره او نه په نکاح نوي کولو سره ، داښځه دده نه جداده ، البته که بل خاوندسره یې نکاح وشوه اوهغه مړشو او یا هغه بل خاوند طلاق ورکړ بیا اول خاوند ته روا کیږي.

نو د پوښتل شوي صورت مطابق که مخکې ښځې ته دوه طلاقونه نه وي ورکړل شوي نو یوطلاق شوی دی او هغه هم رجعي طلاق دی نو خپلې ښځې ته بغیر دنکاح نوي کولو رجوع کیدلای شي ترڅو چې عدت نه وي ختم شوی ، اوکه عدت ختم شوی وي نو بیا دې نوې نکاح وکړي.

الله تعالی فرمایي:

الطَّلَاقُ مَرَّتَانِ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ…… فَإِنْ طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهُ مِنْ بَعْدُ حَتَّى تَنْكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُ (سورة بقره ایت 229-230)

اوپه هدایه کې دي:

الطلاق على ضربين صريح وكناية فالصريح قوله أنت طالق ومطلقة وطلقتك فهذا يقع به الطلاق الرجعي لأن هذه الألفاظ تستعمل في الطلاق ولا تستعمل في غيره فكان صريحا وأنه يعقب الرجعة بالنص ولا يفتقر إلى النية (هدایه کتاب الطلاق باب ایقاع الطلاق)

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close