قران او سنت

دبرات په شپه عبادت کول

(فتواشمیره:67)

پوښتنه :دبرات په شپه کې عبادت کول څنګه دي ؟
(پوښتنه کونکی: عزیز الرحمن ـ افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
د اسلامي کال د شعبان المعظم د پنځلسمې ورځې شپې ته شب برائت ويل کيږي نبي کريم (ص) ددې مبارکې شپې خاص فضيلت ذکرکړی دی. د ام المومنين حضرت عايشې (رض) په يوه روايت کې راغلي دي چې نبي کريم په دغه شپه جنت البقيع ته تشريف وړی دی. او په همدغه حديث کې راځي چې نبي کريم (ص) ماته وفرمايل: الله تعالی د شعبان د مياشتې په نيمايي ( پنځلسمې) شپې باندې د دنيا اسمان ته نزول کوي او د بنو کلب د اوزو څخه زياتو خلکو ته بخښنه کوي
همداراز له حضرت ابوموسی اشعری (رض) څخه روایت دی چې رسول الله فرمايلي دي چې الله تعالی د شعبان په نيمايي (۱۵ مې) د شپې متوجې کيږي او ماسوای د مشرک او کينه لرونکی څخه ټولو خلکو ته بخښنه کوي
همداراز په روايت د حضرت علی (رض) کې راغلي دي چې نبي کريم (ص) فرمايلي دي : کله چې د شعبان د نيمايي مياشتې شپه شي نو شپه يې (د عبادت لپاره) ويښه تيره کړی او ورځې يې روژه ونيسئ. ۱: عن عَائِشَةَ ، قَالَتْ : فَقَدْتُ النَّبِيَّ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ ذَاتَ لَيْلَةٍ ، فَخَرَجْتُ أَطْلُبُهُ ، فَإِذَا هُوَ بِالْبَقِيعِ , رَافِعٌ رَأْسَهُ إِلَى السَّمَاءِ , فَقَالَ : يَا عَائِشَةُ أَكُنْتِ تَخَافِينَ أَنْ يَحِيفَ اللَّهُ عَلَيْكِ وَرَسُولُهُ ؟ قَالَتْ ، قَدْ قُلْتُ : وَمَا بِي ذَلِكَ ، وَلَكِنِّي ظَنَنْتُ أَنَّكَ أَتَيْتَ بَعْضَ نِسَائِكَ ، فَقَالَ : إِنَّ اللَّهَ تَعَالَى يَنْزِلُ لَيْلَةَ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا , فَيَغْفِرُ لأَكْثَرَ مِنْ عَدَدِ شَعَرِ غَنَمِ كَلْبٍ. (رواه ابن ماجه)
۲: عَنْ أَبِي مُوسَى الأَشْعَرِيِّ ، عَنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ قَالَ : إِنَّ اللَّهَ لَيَطَّلِعُ فِي لَيْلَةِ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ , فَيَغْفِرُ لِجَمِيعِ خَلْقِهِ , إِلاَّ لِمُشْرِكٍ أَوْ مُشَاحِنٍ. في الزوائد إسناده ضعيف لضعف عبد الله بن لهيعة وتدليس الوليد بن مسلم قال السندي ابن عرزب لم يلق أبا موسى . قال الشيخ الألباني : حسن
۳: عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : إِذَا كَانَتْ لَيْلَةُ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ ، فَقُومُوا لَيْلَهَا وَصُومُوا نَهَارَهَا ، فَإِنَّ اللَّهَ يَنْزِلُ فِيهَا لِغُرُوبِ الشَّمْسِ إِلَى سَمَاءِ الدُّنْيَا ، فَيَقُولُ : أَلاَ مِنْ مُسْتَغْفِرٍ لِي فَأَغْفِرَ لَهُ , أَلاَ مُسْتَرْزِقٌ فَأَرْزُقَهُ , أَلاَ مُبْتَلًى فَأُعَافِيَهُ , أَلاَ كَذَا أَلاَ كَذَا ، حَتَّى يَطْلُعَ الْفَجْرُ.(رواه ابن ماجه رقم : 1388 و شعب الإيمان رقم : 3542)
دغو پورتني روايات اګر چې محديثينو ضعيف بللي دي اما چونکې د فضايل په اعتبار سره ضعیف روایات هم مقبول دي نو د شب برائت د فضيلت څخه څوک نشي منکريدلی له همدې کبله علماو په دې شپه عباداتو ته خصوصي توجه ورکول مستحب ګرزولي دي. (قاموس الفقه ج ۴ ص ۲۹۹)
له همدې وجې فقهاو روژه مستحب ګرزولې ده خو افضله دا ده چې د ۱۵ مې د شعبان سره دې ۱۳مه او ۱۴مه د شعبان هم روژه وساتل شي نو که دا احاديث ضعيف هم وبلل شي بيا به هم د ايام البيض د روژې فضيلت او سنتيت حاصل شي.
[قال علامه ابن حجر هیتمیؒ اما صوم يومها فهو سنة من حيث کونه من جملة الايام البيض لا من حيث خصوصه ،،
علاوه له دې څخه چونکې نبي کريم (ص) څخه په روایاتو کې هديرې ته تلل ثابت دي نو که څوک په دغه ورځ د مړو د دعا لپاره هديرې ته ولاړ شي او کوم بدعات پکې ونه کړي نو دا طريقه یې د سنت موافق ده بدعت نه بلل کيږي همداراز د شب برات لپاره شريعت د ډيرو عباداتو، نوافلو ، تلاوتونو ، اذکارو ، تسبيحاتو ، دعاګانو او استغفار ترغيب فرمايلی دی بايد دې مورد کې زياته توجه وشي.
اما که څوک د حلوا پخول تر دې ورځې پورې خاص کوي يا نور اعمال مروجه چې کوم اصل ورته په شريعت کې نه وي په دغه ورځ کوي دا ټول واهيات او بدعات دي همداراز په دغه ورځ د فاتحه خواني کول، اتش بازی کول، په قبرونو باندې شمعې وغيره بلول، د عود د لښتو خوشبويي کول، قبرونه ته په داسې طريقه تلل کوم چې نن صبا رواج دي او خلک د ميلو په شکل ورځي دا ټول رسوم په شريعت کې قبيح دي هيڅ اصل ورلره نشته له دې کارونو څخه بايد په جدي توګه ممانعت وشي.
حواله جات
۱: علامه الحلبي په فقه العبادات على المذهب الحنفي په بحث د (الليالي التي يندب للمسلمين إحياؤها) کې ليکي
[إحياء ليلة النصف من شعبان لأنها ليلة تكفر ذنوب السنة الخ
ومعنى الإحياء : الاشتغال معظم الليل بطاعة الله من صلاة أو تسبيح أو قرآن أو صلاة على النبي صلى الله عليه و سلم . وقيل : يكفي بساعة منه وعن ابن عباس رضي الله عنهما بصلاة العشاء بجماعة والفجر بجماعة
والأفضل أن يحيي هذه الليالي في بيته إذ يكره الاجتماع على الإحياء في المسجد إلا ما ورد في ليلة النصف من شعبان فقيل : يستحب إحياؤهما جماعة في المسجد (فقه العبادات على المذهب الحنفي جز 1 ص ۱۰۷)
۲:علامه ابن النجيم په البحر الرائق کې ليکي
[ قَالَ الْحَافِظُ الطَّبَرِيُّ جَرَتْ الْعَادَةُ فِي كُلِّ قُطْرٍ مِنْ أَقْطَارِ الْمُكَلَّفِينَ بِتَطَابُقِ الْكَافَّةِ عَلَى صَلَاةِ مِائَةِ رَكْعَةٍ فِي لَيْلَةِ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ بِأَلْفٍ قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ وَتُرْوَى فِي صِحَّتِهَا آثَارٌ وَأَخْبَارٌ لَيْسَ عَلَيْهَا الِاعْتِمَادُ وَلَا نَقُولُ أَنَّهَا مَوْضُوعَةٌ كَمَا قَالَ الْحَافِظُ ابْنُ الْجَوْزِيِّ فَإِنَّ الْحُكْمَ بِالْوَضْعِ أَمْرُهُ خَطِيرٌ وَشَأْنُهُ كَبِيرٌ مَعَ أَنَّهَا أَخْبَارُ تَرْغِيبٍ وَالْعَامِلُ عَلَيْهَا بِنِيَّتِهِ يُثَابُ وَيَصْدُقُ عَزْمُهُ وَإِخْلَاصُهُ فِي ابْتِهَالِهِ يُجَابُ وَالْأَوْلَى تَلَقِّيهَا بِالْقَبُولِ مِنْ غَيْرِ حُكْمٍ بِصِحَّتِهَا وَلَا حَرَجٍ فِي الْعَمَلِ بِهَا ا هـ .( البحر الرائق شرح كنز الدقائق ۲۔ ۵۲)
۳: په مراقی الفلاح کې راغلي دي. [( و ) يندب إحياء ( ليلة النصف من شعبان ) لأنها تكفر ذنوب السنة والليلة الجمعة تكفر ذنوب الأسبوع وليلة القدر تكفر ذنوب العمر ولأنها تقدر فيها الأرزاق والآجال والإغناء والإفقار والإعزاز والإذلال والإحياء والإماتة وعدد الحاج (مراقي الفلاح بإمداد الفتاح شرح نور الإيضاح ص ۱۷۱)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close