طهارت او لمونځ

په امامت باندې تنخواه (معاش) اخستل.

(فتواشمیره: 68)

پوښتنه:

د کلي امام ته تنخوا ورکول جایز دي که نه ؟ څه خلک وایي چې په لمانځه ولې پیسې اخستل کیږي — مهربانی

(پوښتنه کونکی: محمدګل ـ افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

هرهغه عبادت چې دهغې په پریښودلو کې د دین دضایع کیدو خطره وي نو په هغې باندې پیسې اخستل روا دي لکه امامت ، اذان ، قران ښودل ، تدریس اوداسې نور ، او کوم عبادتونه چې داسې وي چې دهغې په پریښودلو سره ددین دضایع کیدو خطر نه وي نو په هغو باندې پیسې اخستل جایز نه دي ،

نو په امامت پیسې اخستل روا دي ، ځکه دامامت په پریښودو کې ددین دضیاع خطره ده ،او که پیسې اخستل ورته روا نشي نو بیا به څوک امامت نه کوي ، ځکه داهل عیال نفقه هم ضروري ده ، خپل ضروریات به څنګه پوره کوي؟ او پنځه وخته امامت سره کاروبار کول مشکل وي ، او بیا به امامت نااهله خلکو ته پاتې شي چې کوم ددین دډیر ضروري مسئلو نه هم خبره نه وي .

البته دپیسو اخستلو په صورت کې دامام لپاره نیت ددین دخدمت پکار دی ، نه داچې پيسې مقصود وګرځوي.

علامه حصکفي رحمه الله فرمایي :

(وَ) لَا لِأَجْلِ الطَّاعَاتِ مِثْلُ (الْأَذَانِ وَالْحَجِّ وَالْإِمَامَةِ وَتَعْلِيمِ الْقُرْآنِ وَالْفِقْهِ) وَيُفْتَى الْيَوْمُ بِصِحَّتِهَا لِتَعْلِيمِ الْقُرْآنِ وَالْفِقْهِ وَالْإِمَامَةِ وَالْأَذَانِ. وقال العلامة ابن عابدین: قَالَ فِي الْهِدَايَةِ: وَبَعْضُ مَشَايِخِنَا – رَحِمَهُمْ اللَّهُ تَعَالَى – اسْتَحْسَنُوا الِاسْتِئْجَارَ عَلَى تَعْلِيمِ الْقُرْآنِ الْيَوْمَ لِظُهُورِ التَّوَانِي فِي الْأُمُورِ الدِّينِيَّةِ، فَفِي الِامْتِنَاعِ تَضْيِيعُ حِفْظِ الْقُرْآنِ وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى اهـ  (شامي ټوک6 مخ 55 باب الاجارة الفاسدة. سعید)

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close