قران او سنت
خولئ په سرول څه حکم لري؟
(فتواشمیره: 69)
پوښتنه:
محترم مولوی صاحب: د خولۍ په سرول څه حکم لري؟
(پوښتنه کونکی: نعیم خان ـ افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق:
پګړۍ او خولۍ په سرول دواړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي ،او صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین هم ددې دواړو لباسو استعمال کړی دی ،او له دوی څخه رانیولې تر نن ورځې پورې دعلما ء کرامو اود امت دنیکانو عمل پرې راروان دی ، لهذا دخولۍ په سرول مسنون عمل دی ،البته دا سنت زایده دی ،چې د مستحب درجه لري ،اودېته دلباس سنت ویلی کیږي
اوبعضې خلک یې صرف لمونځ پورې خاص شماري ،داصحیح نه ده بلکې هر وخت په سر ول پکار دي.
.الدلیل علی ذلک : عن ابن عمر رضی الله عنهما قال: کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یلبس قلنسوة بیضاء (مجمع الزواید ټوک ۵ مخ ۱۴۱ ) وفي زادالمعاد : کانت له عمامة تسمی السحاب ……..وکان یلبس القلنسوة بغیر عمامة ویلبس العمامة بغیر قلنسوة . (زادالمعاد ټوک ۱ مخ ۱۳۰ فصل فې ملابسه ) وکذا فی مرقات المفاتیح ټوک ۸ مخ ۲۱۵ کتا ب اللباس الفصل الثانی.