غير مصنف
په تشناب کاغذ باندې اودس وچول
(فتواشمیره: 70)
پوښتنه:
په تشناب کاغذ باندې اودس وچول څنګه دي؟ … مننه
(پوښتنه کونکی: عبدالله ـ افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
کوم کاغذ چې دلیکلو لپاره جوړ شوی وي په هغې باندې اودس وچول مکروه دي ، البته تشناب کاغذ دلیکلو لپاره نه وي جوړشوي او نه ورباندې لیکل کیږي ، بلکه صرف داودس وچولو لپاره جوړ شوی وي ، نو اودس وچول ورباندې روا دي بغیر دکوم کراهة نه.
علامه شامي رحمه الله لیکي:
وإذا كانت العلة في الأبيض كونه آلة الكتابة كما ذكرناه يؤخذ منها عدم الكراهة فيما لا يصلح لها إذا كان قالعا للنجاسة غير متقوم كما قدمناه من جوازه بالخرق البوالي وهل إذا كان متقوما ثم قطع منه قطعة لا قيمة لها بعد القطع يكره الاستنجاء بها أم لا الظاهر الثاني(ردالمحتار ټوک 1 مخ 340 فصل فی الاستنجاء)