نکاح ، طلاق او کورني مسائل
یو کس ووایي که زه ستا واده کې شریک شوم نو په ما دې ښځه داسې وي لکه خپله مور ،طلاق کیږي که نه؟
(فتواشمیره:71)
پوښتنه:
یو کس خپلې خور ته ووايي چې که زه ستا په واده کې حاضر شوم نو په ما دې ښځه داسې وي لکه خپله مور ، او بیا دخور په واده کې شریک شي نو ایا داښځه به طلاقه وي که نه ؟
(پوښتنه کونکی: اسدالله ـ پاکستان)
الجواب وبالله التوفیق
په یادشوي صورت کې به ړومبی دده نیت ته کتل کیږي ، که دده نیت د ظهار وي نو ظهار دی که د طلاق نیت یې وي نو بیا طلاق باین واقع کیږي او که نیت یې عزت او احترام وي یعنې په عزت او احترام کې به زما دمور په شان یې نو بیا هیڅ هم نه واقع کیږي.
اوکه هیڅ نیت یې هم نه وي نو بیا طلاق باین واقع کیږي له وجې دعرف نه ځکه خلک په عام عرف کې دا الفاظ دطلاق لپاره استعمالوي.
دطلاق بائن مطلب دادي چې که خپلې ښځې ته یې مخکې دوه طلاقه نه وي ورکړي نو بیا فقط نکاح نوي کول ضروري دي ،
په هدایه کې دي:
(وَلَوْ قَالَ أَنْتِ عَلَيَّ مِثْلُ أُمِّي أَوْ كَأُمِّي يَرْجِعُ إلَى نِيَّتِهِ) لِيَنْكَشِفَ حُكْمُهُ (فَإِنْ قَالَ أَرَدْت الْكَرَامَةَ فَهُوَ كَمَا قَالَ) لِأَنَّ التَّكْرِيمَ بِالتَّشْبِيهِ فَاشٍ فِي الْكَلَامِ (وَإِنْ قَالَ أَرَدْت الظِّهَارَ فَهُوَ ظِهَارٌ) لِأَنَّهُ تَشْبِيهٌ بِجَمِيعِهَا، وَفِيهِ تَشْبِيهٌ بِالْعُضْوِ لَكِنَّهُ لَيْسَ بِصَرِيحٍ فَيَفْتَقِرُ إلَى النِّيَّةِ (وَإِنْ قَالَ أَرَدْت الطَّلَاقَ فَهُوَ طَلَاقٌ بَائِنٌ) لِأَنَّهُ تَشْبِيهٌ بِالْأُمِّ فِي الْحُرْمَةِ فَكَأَنَّهُ قَالَ أَنْتِ عَلَيَّ حَرَامٌ وَنَوَى الطَّلَاقَ، وَإِنْ لَمْ تَكُنْ لَهُ نِيَّةٌ فَلَيْسَ بِشَيْءٍ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ وَأَبِي يُوسُفَ لِاحْتِمَالِ الْحَمْلِ عَلَى الْكَرَامَةِ. وَقَالَ مُحَمَّدٌ يَكُونُ ظِهَارًا(هدایه نکاح باب الظهار)