متفرق مسا‌‌ئل

په خپل اولاد ښه نوم ایښودل

(فتوا شمیره: 72)

پوښتنه:

غلام احمد ، غلام حسین ، غلام علي ، عبد العلي او ددې په شان نور نومونه ایښودل په خپلو بچیانو څنګه دي؟  مننه .

(پوښتنه کونکی: غلام احمد ـ پکتیکا)

الجواب وبالله التوفیق

صحیح دي ، هرهغه نوم چې معنې صحیح وي ايښودل یې صحیح دي، اوباید چې په خپل اولاد باندې ښه نوم کیښودل شي چې ښه معنا ولري ، او دې باره کې له علماو نه پوښتنه وشي .

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من ولد له ولد فليحسن اسمه وأدبه فإذا بلغ فليزوجه فإن بلغ ولم يزوجه فأصاب إثما فإنما إثمه على أبيه ( رواه البیهقي في شعب الایمان رقم الحدیث 8299)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close